Language

هلمند کې له درېيو ورځو راهيسې د نا امنۍ پېښې کمې شوي

لښکرګاه (پژواک ۲١ زمری۹۳): د هلمند چارواکي وايي ، چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې په دغه ولایت کې د نا امنيو پېښې کمې شوې دي.

دغه څرګندونې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس سره د زمري په ۲١مه په یوه ګډه خبري ناسته کې وکړې.

ځواک زیاته کړه، چې په سنګین او موسی کلا ولسواليو کې د وسله والو ډله يیز بریدونه کم شوي او په مرکزي ولسوالیو کې هم د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د ځواک په خبره، وسله والو په خپل ټول توان سره هڅه وکړه چې د هلمند پر شمالي ولسوالیو سربېره مرکزي او جنوبي ولسوالیو کې هم ځينې سیمي تر خپل واک لاندې راولي؛ خو ونه توانېدل.

نوموړي دغه راز وویل، چې اوس د ګرشک ولسوالۍ د نهرسراج په سیمه کې چاڼیز عملیات روان دي، چې له امله يې د هلمند- کندهار د لويې لارې امنيت هم ډېر ښه شوى دى.

بلخوا د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس علیشاه مظلورمیار وویل، په جګړه کې پر دواړه غاړو سربېره عام ولس ته زيان اوړي، نو وسله وال بايد د جګړې پر ځاى د سولې لاره غوره کړي.

نوموړي زياته کړه، وسله وال د پردیو په غوښتنه جګړه کوي او پرته له هدفه سیمه ناامنه کوي، چې له امله يې عام ولس هم د هغوى پر وړاندې پارېدلى دى.

د هلمند پر شمالي ولسوالیو سربېره په مرکزي او جنوبي ولسوالیو کې پراخې جګړې پیل شوي، چې د چارواکو په وینا، ګڼ شمېر بهرني وسله وال په کې برخه لري.

خو دلته د پېښو له کمېدو درې ورځې مخکې د کورنيو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو قوماندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد د هلمند د جګړې د مهارولو لپاره ځانګړى قوماندان وټاکل شو.

هغه د زمري په ١٩مه په هلمند کې د خبرو پر مهال ويلي و ، چې د دغه ولايت جګړه بايد د پوځي تګلارې پر ځاى د خبرو له لارې حل شي او دى به په دې برخه کې کار وکړي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.