خوست ښار ( پژواک، ٢٤ زمرى ٩٣ ) : په خوست کې د حرفوي او مسلکي زده کړو د يوه پروګرام په ترڅ کې د دې ولايت لسګونه معيوب او بې روزګاره ځوانانو ته د ګرځنده ټېلېفون د ترميمولو په برخه کې په مسلکي توګه وروزل شول.
دغه درې مياشتنی پروګرام د خوست ولايت د کار او ټولنيزو چارو د رياست په چوکاټ کې (د ټولنې نښلونې) په نوم د يوې غيردولتي موسسې له لوري، چې ټولنيز اود بيارغونې خدمتونه وړاندې کوي، جوړ شوی و.
د يادې موسسې مشر کريم الله ابتکار د کورس د پای ته رسېدو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه پروګرام کې معيوبو او بې کاره ځوانانو ته په وړيا ډول د ټېلېفون بيا جوړونې حرفوي زده کړې ورکړل شوې.
نوموړى وايي، چې په دغه کورس کې د دې ولايت د مرکز په ګډون د عليشېر، باک او دوه منده ولسواليو لسګونو ځوانانو ګډون کړی و، چې د سيمې د قومي مشرانو له لوري ورپېژندل شوي وو.
نوموړي زياته کړه، چې په لومړنيو شپږو اوونيو کې ورته نظري درسونه ورکړل شول او په پاتې موده کې د ګرځنده ټېلېفون د ترميمولو په برخه کې عملي زده کړې ورکړل شوې.
کريم الله ابتکار وويل:((له دې پروګرام څخه مو موخې په مسلکي او حرفوي زده کړو کې د ځوانانو روزل، د هغوی لپاره د کاري زمينې برابرول او د بازار له غوښتنو سره سم د اسانتياوو رامنځته کول دي.))
هغه زياته کړه، چې د ياد پروګرام په پای کې يې د کورس فارغانو ته د ټېلېفون د بيا جوړونې ټول اړين وسايل هم ورکړل، ترڅو وکولای شي، شخصي کاروبار پرانيزي.
د خوست د کار او ټولنيزو چارو رييس کمال الدين ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، چې په حرفوي او مسلکي برخو کې د ځوانانو روزل او هغوی ته د کاري زمينې برابرول د دوی د وزارت له مهمو پروګرامونو څخه ګڼل کېږي.
نوموړي زياته کړه:((د دا ډول پروګرامونو په پلي کولو سره په ټولنه کې مهارتونه لوړېږي او د بې کاره ځوانانو لپاره په ډېرې اسانۍ سره د کار زمينه برابرېږي.))
د ياد پروګرام يو تن فارغ زده کوونکي انعام الدين، چې د باک ولسوالۍ اوسېدونکی دی، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ډول پروګرامونه هم د کورنۍ د اقتصادي وضعيت په ښه کېدو او هم د ټولنې په سمون کې ګټور تمامېدای شي.
نوموړي خوښي څرګنده کړه، چې د حرفوي زده کړو زمېنه ورته برابره شوې وه، خو غوښتنه کوي، چې په دې او ځينو نورو برخو کې ورته اوږد مهاله روزنيز پروګرامونه جوړکړل شي.
انعام الدين په دې اړه وويل:((موږ غواړو، چې د بې کاره ځوانانو لپاره د کار زمينه برابره شي، په دې سره به له يوې خوا د ځينو کورنيو اقتصادي ستونزې هوارې شي او له بلې خوا به ځوانانو ته سالمه بوختيا پيدا شي.))
د کارپوهانو په نظر، که د بې کاره ځوانانو لپاره د کار کولو زمينه برابره شي، نو له يوې خوا به د ټولنې د اوږو بار نه وي او بل پلوه به په ټولنه کې د بې کاره ځوانانو له لوري د ترسره کېدونکو جرمونو کچه راټيټه شي.