Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنيتي پېښو کې ٣٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي پېښو کې ٣٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
16 Aug 2014 - 11:48
امنيتي پېښو کې ٣٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
16 Aug 2014 - 11:48

کلات-ميمنه-ميدانښار (پژواک ٢٥ زمرى ٩٣): د فارياب، ميدان وردګو او زابل ولايتونو په ځينو امنيتي پېښو کې ٣٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د زمري په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر مازديګر د کلات ښار اړوند د سپينې غبرګې په سيمه کې وسله والو طالبانو د ايساف ځواکونو پر اکمالاتي کاروان بريد کړى چې له امله يې د تېلو يو ټانکر سوځېدلی خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

 

هغه زياته کړه، دغه راز تېر مازديګر د نوبهار ولسوالۍ په اړوند سيمو کې پر هغه امنيتي کاروان د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې چې يادې ولسوالۍ ته روان و.

 

روغ لېونی وايي چې په دې چاودنه کې يو رينجر  ويجاړ شوی او درې پوليس ټپيان شوي دي.

 

د ده په خبره چې په همدې سيمه کې امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته نښته شوې چې په ترڅ کې يې شپږ طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

 

بلخوا وسله وال طالبان وايي، په چاودنو او بريدونو کې يې دولتي لوري ته پراخه مرګ ژوبله اړولې ده.

 

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د کلات، ميزانې، شينکۍ، نوبهار او شهر صفا ولسواليو اړوند سيمو کې يې په مخامخ بريدونو او چاودنو کې تر شلو ډېر دولتي سرتېري وژلي دي.

 

خو د زابل امنيه قوماندان وايي چې د ميزانې ولسوالۍ نښتې کوم زيان نه درلود او په شينکۍ او شهرصفا هېڅ امنيتي پېښه نه ده شوې.

 

د يو بل خبر له مخې، د فارياب ولايت مسوولينو د يوه قوماندان په ګډون د پنځو وسله والو د وژلو خبر ورکړى دى.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدنعيم اندرابي پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه نهه بجې يوه ډله وسله وال مخالفين په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په کمين ور برابر شول.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې د مولوي حبيب الله په نوم د يوه طالب قوماندان په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د يو بل خبر له مخې، وسله والو د دغه ولايت په المار ولسوالۍ کې د پوليسو يو ساتمن د هغه له موټرچلوونکي سره تښتولى دى.

د المار ولسوال محمد صالح پژواک ته وويل چې تښتول شوي په سيمه کې د طالبانو د يوه قوماندان مولوي حبيب الله له خوا ساتل شوي دي.

دغه راز د فارياب امنيه قومانداني وايي، د نامسوولو وسله والو له خوا يو عام وګړى وژل شوى او يو بل ټپي دى.

بلخوا د ميدان وردګو ولايت مسوولين وايي چې په بېلابېلو نښتو کې د يوه پاکستاني په ګډون ٧  تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې دا پېښې په چک، سيداباد او جغتو ولسواليو کې تېره شپه رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه، چې په دې نښتو کې يو وسله وال وژل شوى درې ژوبل دي، دغه راز د سيداباد ولسوالۍ په چهاردهي سيمه کې د وسله والو مخالفينو له خوا د توغول شوي توغندې د لګېدو له امله دوه نجونې ټپيان شوې دي.

خوږياڼي وويل چې په چک ولسوالۍ کې يو پوليس ټپي شوى دى.

Views: 1

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.