خوست ( پژواک ٢٨ زمرى ٩٣) : د خوست ښاريان د دې ولايت ښاروالۍ تورنوي، چې د نه پاملرنې له امله يې په ښار کې کثافات ډېر شوي او لښتي له خځلو ډک وي. د خوست ښار يوه اوسېدونکي محمدايوب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ښار د سړکونو پر غاړو د کثافت دانيو په شاوخوا کې خځلې تر ډېره وخته پاتې وي او بد بويونه کوي. ده غوښتنه وکړه، چې ښاروالۍ بايد ښار پاک وساتي. د خوست ښار يوه هټۍ وال محمد طاهر پژواک ته وويل، چې د ښاروالۍ کارکوونکي د لښتيو چټلۍ د سړکونو په غاړو اچوي او بيا د ډېر وخت لپاره همدلته پرتې وي. طاهر زياته کړه:((ګردونه زيات دي. زه خپل دوکان په ورځ کې درې يا څلور ځلې پاکوم؛خو مازيګر بېرته هماغه شان وي، چې لږ باد راشي، دوکان مې له ګردونو ډک شي.)) د خوست د ولايتي شورا غړی داود شاه مکين زوی له پژواک سره په خبرو کې پر ښاروالۍ نيوکه وکړه، چې د ښاريانو لپاره د خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلې ده. ده وويل:((سره له دې، چې ښاروالۍ پوره امکانات لري او د کارولو صلاحيت يې هم لري؛ خو بيا يې هم کارونه په ټپه ولاړ دي.)) مکين زوی وويل، چې د ښاروال او د ښاروالۍ د کارکوونکو تر منځ همغږي نشته او دغه راز په ښاروالۍ کې ګومارل شوي مامورين خپل مسووليتونه هم سم نه پېژني. پژواک اژانس هڅه وکړه، چې له ښاره د کثافاتو د اېستلو او پاک ساتلو په برخو کې د خوست د ښاروالۍ نظر هم واخلي، خو له بيا بيا هڅو سره بريالی نشو. اخوا د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ پژواک ته وويل،چې ښاروالي دنده لري؛څو ښار پاک وساتي او د ښاريانو لپاره ښه خدمات وړاندې کړي. ځدراڼ وايي:((والي صيب په بېلابېلو غونډو کې ښاروالۍ ته په ياده برخه کې د جدي ګامونو اخيستلو لارښوونه کړې، خو ښاروالۍ په دې برخه کې پاتې راغلې ده)) ځينې معلومات ښيي، چې د خوست ښاروالۍ د ښار د پاکوالي لپاره شاوخوا څلوېښت اجيران لري، خو ويل کېږي، چې دغه ټول کارکوونکي خپلو دندو ته نه حاضرېږي.