Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ماين چاودنې پنځو ۵  وسله والو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل (پژواک ٢٨وږى ٩٣) : په لغمان ولايت کې پنځو وسله والو طالبانو ته  تېره شپه د خپل ماين د چاودنې له امله مرګ ژوبله واوښته .

د لغمان ولايت د والي وياند سرحدي ځواک وايي ، چې تېره شپه هغه مهال يادو وسله والو ته د خپل ماين د چاودنې له امله مرګ ژوبله واوښته ، چې غوښتل يې د قرغيو ولسوالۍ د خزانې  له غونډۍ څخه  ماين انتقال او د کابل – جلال اباد پر لويه لار يې خښ کړي .

دى وايي ، چې په دې چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او يوبل ټپي دى .

ده وويل چې په وژل شويو کسانو کې د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اسېدونکي هم شتون لري او دا ټول د مشهور طالب قوماندان قهرمان د ډلې کسان وو ، چې په سيمه کې يې په تخريبي کړنو لاس پورې کاوه .

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.