خوست (پژواک ٣١ وږى ٩٣): چارواکي وايي چې د خوست په باک ولسوالۍ کې پر يوه کور د توغندي لګېدو له امله څلور تنه وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.
د باک ولسوال عبدالحي ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه توغندی تېره شپه د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې په ۵۰ مترۍ کې پر يوه کور لګېدلی دى.
هغه وايي چې د دغه بريد موخه امنيتي ځواکونه وو.
نوموړي زياته کړه، د توغندي لګېدو له امله د يوې کورنۍ دوې ښځې او دوه ځوانان وژل شوي او دغه راز د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٣تنه نور ټپيان شوي دي.
د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ هم پژواک ژانس ته په ياده پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د څلورو کسانو د وژل کېدو او ديارلسو نورو د ټپي کېدو خبر تاييد کړ.
هغه وويل چې توغندی د حکومت د وسله والو مخالفينو له لوري پر ولسوالۍ توغول شوی و، خو ولسوالۍ ته نږدې پر يوه کور لګېدلی دی.
ځدراڼ زياته کړه چې د پېښې په اړه پوليسو جدي پلټنې کړې خو تر اوسه يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
په خوست ښار کې د ببري ګل خصوصي روغتون موظف ډاکټر مالک مير پژواک ته وويل چې د شپې شاوخوا يوه بجه يې دغه روغتون ته د يوه ځوان مړی او نهه نور ټپيان ور وړي دي.
مالک مېر وويل چې په ټپيانو کې اووه ماشومان او دوې ښځې شاملې دي چې له د يوه ماشوم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د باک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نظيرګل چې د پېښې ځای ته نږدې کور لري پژواک اژانس ته وويل، نيمه شپه وه چې د يوې زورورې چاودنې غږ يې واورېد.
ده زياته کړه چې د شپې د امنيتي ځواکونو له وېرې له کوره نه شو وتلی خو سهار خبر شول چې د ګاونډيانو په کور کې د راکټ لګېدو له امله يو شمېر کسان مړه او ځيني نور ټپيان شول.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
د يادولو ده، تېره شپه د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ بريد کې هم د ورته يوه راکټي لګېدو په ترڅ کې د يوې کورنۍ يو ماشوم ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.