فراه (پژواک ٣١ وږى ٩٣): ځايي چارواکي وايي، د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د هرات لپاره د وسله والو طالبانو والي، په دغه ولايت کې د طالبانو له نظامي مسوول او دوو ساتونکو سره وژل شوى دى.
د ٢٠٧ ظفر قول اردو د دويمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال مير اسدالله کوهستاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد نومول شوى والي عبدالرحمن نيکه په هرات کې د طالبانو د نظامي چارو مسوول عبدالقدير او د هغوى دوه ساتونکي نن د فراه د بکوا ولسوالۍ په دوشنبې بازار سيمه کې وژل شوي دي.
هغه وويل چې دغه کسان په يو کرولا موټر کې پر لاره وو چې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې تر بريد لاندې راغلل او ووژل شول.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن