ژبه

په خوست کې بې پيلوټه الوتکې څلور تنه ووژل

خوست ښار ( پژواک، ٨ تله ٩٣ ) : د خوست په عليشېرو ولسوالۍ کې د ناټوځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې څلور تنه ووژل شول، چې ګومان کېږي، ملکي وګړي دي.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو څلورو کسانو په يوه کرولا موټر کې سفر کاوه، چې نن سهار شاوخوا اته بجې بې پيلوټه الوتکې پرې راکټ وويشت.

د مبارز په وينا، چې په موټر کې څلور واړه کسان ځای پرځای وژل شوي او موټر له منځه تللي دي.

هغه زياته کړه،تر اوسه نه ده څرګنده شوې، چې دغه کسان وسله وال وو او که له وسله والو طالبانو سره يې څه اړيکې درلودې.

دى وايي:((موږ خپلو امنيتي ځواکونو ته دنده سپارلې، چې د دغو وژل شويو په اړه تحقيقات وکړي، څو معلومه کړي، چې ملکي وګړي دي او که وسله وال طالب جنګيالي دي.))

د خوست د مرکز متون د سيمې يو تن اوسېدونکي اسماعيل خان پژواک اژانس ته وويل، چې د بې پيلوټه الوتکې په ياد بريد کې په وژل شويو کسانو کې د هغه يو تره او درې نور يې نږدې خپلوان دي.

نوموړي وويل، چې تره او خپلوان يې په يوه کرولا موټر کې د خوست له مرکز څخه د عليشېرو او تريزيو ولسواليو ته پر لاره وو، چې پرې بريد شوی دی.

هغه زياته کړه:((زما تره او درې هغو نورو کسانو نه له وسله والو طالبانو سره اړيکې لرلې او نه هم په موټر کې وسلې ورسره وې، خو زه ويلای شم، چې د کوم غلط راپور پرا اساس په نښه شوي دي.))

تر اوسه ناټو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه کوم غبرګون ښودلی دی.

ورته موضوع