کابل ( پژواک، ۹ تله ۹۳ ) : د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې دیوه ځانمرګي برید په پایله کې یو پولیس وژل شوی او اوه نور ټپیان شوي دي.
د میدان وردګو د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د تلې په ۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تونس موټر په وسیله دا ځانمرګی برید نن ماخوستن په شاوخوا اتو بجو شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې ځانمرګي بریدګر د سیداباد د کچ کلا په سیمه کې لومړی دامنیتي پوستې ساتونکی په ډزو سره وژلی او بیا یې خپل موټر ته د پوستې په دروازه کې چاودنه ورکړې ده.
خوږیاڼي وویل چې په دې برید کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او اوه نور ژوبل دي.
د نوموړي په وینا، په دې پيښه کې پوسته هم زیانمنه شوې ده.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې نن سهار په کابل کې دوو ځانمرګو بریدونو ۲۷ ملي اردو سرتیرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP