ژبه

د ٢٠١٤ کال ترپايه به ١٢٥٠٠ بهرني سرتېري افغانستان کې پاتې شي

واشنګټن ( پژواک، ١١ تله ٩٣ ) : په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان وايي چې دامنيتي سند په لاسليک کې ځنډ د دوى پر تګلارې هېڅ اغېزه نه کوي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان کمپبل دغه څرګندونې تېره ورځ د امريکا ددفاع وزارت خبريالانو سره ديوه ويډيو کانفرنس له لارې کړې دي.

د يادونې وړ ده چې د تېرې سه شنبې په ورځ افغانستان له ناټو او امريکا سره امنيتي سندونه لاسليک کړي، ټاکل شوې وه، چې دا سندونه تېر کال لاسليک شوي واى، خو پخواني ولسمشر حامد کرزي پر دې سندونو له لاسليک څخه ډډه کړې وه.

د ناټو قوماندان زياته کړې : (( موږ په افغانستان کې پخپله لاره کې سم روان يو.))

جنرال جان کمپبل ويلي، چې د راتلونکې مياشت څخه به د روزنيز ماموريت چارې پيل شي، او چارې يې له مهال وېش څخه لا  دمخه روانې دي.

دى وايي : (( زه  د نوي ماموريت او راتلونکو پلانونو په اړه هېڅ اندېښنه نه لرم، خو موږ ځواکونه او قوماندان ډېر سخت کارونه مخې ته لري.))

د هغه په وينا، اوس مهال په افغانستان کې ٤٠ زره سرتيري شتون لري، چې د روان زېږديز کال تر پايه پورې به دا شمېره ١٢٥٠٠ سرتېرو ته راټيټه شي.

د ناټو قوماندان وايي چې په دغو سرتېرو کې يې ٩٨٠٠ امريکايي او پاتې نور يې د ناټو اړوندو هېوادونو پورې تړاو لري.

جنرال کمپبل ويلي، چې له امريکا او ناټو سره دافغانستان د امنيتي سندونو لاسليکول ددواړو لوريو باور او اعتماد زيات کړى دى.

نوموړي د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني ستاينه وکړه، چې د خپلو ملي ځواکونو ملاتړ ته يې ملاتړلې ده.