خوست (پژواک، ٢٥ تله ٩٣): په خوست کې د کرکټ لپاره د معياري لوبغالي د بنسټ ډبره څو مياشتې مخکې اېښودل شوې وه، خو کار يې تېره ورځ پيل شو.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي،د دې پروژې د کار د بيا پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه لوبغالی د المان په ۴۲ ميليیونه افغانيو مرسته جوړېږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه لوبغالی د خوست ښار په لويديځ کې پر ۲۵ جريبه مځکه د ١١ مياشتو په موده کې جوړېږي او په يوه وخت کې به د ۳۰ زره ننداره چيانو د ناستي وړتيا ولري.
هغه وويل:”په دې ولايت کې د کرکټ لپاره د يوه معياري لوبغالي جوړول ډېر اړين دي،ځکه خوست د افغانستان يو له هغو ولايتونو دى، چې د کرکټ زيات مينه وال لري.”
د خوست د المپيک امر عزيز ملنګ وويل، چې د کرکټ د ياد لوبغالي په جوړېدو سره ډاډه شوى، چې په دې ولايت کې د لوبو په برخه کې ستونزې ورځ تر بلې هوارېږي.
هغه وويل:”د افغانستان د زياتره ولايتونو په پرتله په خوست کې د سپورت مينه وال زيات دي. له مرکزي ادارو څخه غوښتنه کوو، چې د سپورت د مينه والو غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.”
په خوست کې د کرکټ يو تن لوبغاړي محمدشاه پژواک اژانس خبری اژانس ته وويل، چې د ياد لوبغالي په جوړېدو سره به د کرکټ په برخه کې شته ستونزې تر ډېره بريده هوارې شي.
هغه د کرکټ بورډ له چارواکيو وغوښتل، چې د دغه لوبغالي تر جوړېدو وروسته په دې ولايت کې د کرکټ د ملي لوبغاړو د لوبېدو نور امکانات هم برابر کړي.
د ياد لوبغالي د بنسټ ډېره تېر ژمى کېښودل شوه، خو عملي کار يې تر اوسه ځنډېدلى و.
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ، وايي، د دې پروژې د کار د ځنډ لامل دا و چې د المان د دې لوبغالي د بنسټ ډبرې تر ايښودو وروسته، دغه پروژه داوطلبۍ ته وړاندې کړه.
هغه وايي:”المان غوښتل، چې دغه لوبغالی د ٨٠٠ زره ايرو په لګښت په خپله جوړ کړي، خو وروسته يې داوطلبۍ ته وړاندې کړ، چې يوه افغاني ساختماني شرکت يې د ۴۲ ميليونو افغانيو په لګښت سره د جوړولو قرارداد لاسليک کړ.”
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن