ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په ځانمرګي بريد کې نهه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي

د هلمند په ځانمرګي بريد کې نهه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي

author avatar
18 Oct 2014 - 13:16
د هلمند په ځانمرګي بريد کې نهه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي
author avatar
18 Oct 2014 - 13:16

درېيم تعقيب – لښکرګاه (پژواک ۲۶ تله ۹۳) : هلمند کې پر ملي اردو او عامه نظم پوليسو په شوي ځانمرګي بريد کې نهه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د موټر بم په وسيله دا ځانمرګى بريد نن شاوخوا يوه بجه د ګرشګ ولسوالۍ پره لويه لار د دوراهي په سيمه کې تر سره شو.

په دې ولايت کې د۲۱۵ ميوند قول اردو مرستيال جنرال غلام فاروق پرواني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې بريد کې يې څلور سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړي وويل چې کېداى شي دمرګ ژوبلې شمېره ډېره وي.

دغه راز په دې ولايت کې دعامه نظم دپوليسو داومې لوا قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري وويل چې په دې پېښه کې درې ملکي وګړي او دوه د عامه نظم پوليس وژل شوي.

د غفوري په وينا، په دې چاودنه کې دوه پوليس ټپيان  شوي هم دي.

نوموړي وويل چې دا بريد د موټرو پر هغه کاروان  شوى ، چې سنګين ولسوالۍ ته  پر لاره وو.

د هلمند امنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال پاچاګل بختيار وايي، په دې پېښه کې دوى ته د دوو پوليسو د وژل کېدو او د ملي اردو د شپږو سرتېرو د ټپي کېدو  خبر ورکړل شوی.

د ګرشک ولسوال فهيم موسی زوی وايي چې دغه پېښه دګرشک ولسوالۍ په دوراهي سيمه کې د يوه ځانمرګي بريدګر له خوا د سراچه موټر په وسيله رامنځته شوې ده.

ده وويل چې په پېښه کې مرګ ژوبله ډېره ده او سر بېره  پر دې د ملي اردو ګڼ شمېر لوی بار وړونکي او جنګي وسايل تخريب شوي دي

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.