لښکرګاه( پژواک ۲۷تله ۹۳): د هلمند ولايت د عامې روغتيا له رياست سره د نهه امبولانسونو په مرستې سره به خلکو ته په ښه ډول روغتيايي خدمات وړاندې شي.
دا امبولانسونه ديونېسف موسسې له لوري د تلې په ٢٧مه د هلمند ولايت عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول.
د هلمند سرپرست والي تورنجنرال محمد نعيم په دې اړه خبريالانو ته وويل، دغه امبولانسونه به د ناروغانو په لېږد کې شته ستونزې هوارې کړي.
د ده په وينا، چې ياده مرسته د يونېسف له خوا د عامې روغتيا له وزارت سره شوې او وزارت بيا اړتيا ته په کتو د دې ولايت دعامې روغتيا په غوښتنه هلمند ته ځانګړې کړه.
نوموړي د عامي روغتيا له مسوولينو څخه غوښتنه وکړه چې له يادو امبولانسونو څخه سمه ګټه پورته کړي او په ساتنه کې يې ډېره پاملرنه وکړي، څو تر ډېره دغه ستونزه هواره شي.
والي زياته کړه چې يونېسف تر دې مخکې د درملو او په نورو برخو کې ډېرې مرستې کړي او د زياتې پاملرنې غوښتنه کوي.
د هلمند د عامې روغتيا سرپرست ډاکټررحمت الله محمدي خبريالانو ته وويل،دغه امبولانسونه په څه کم ۱۷ ميليونه افغانۍ پېرل شوي دي.
ده زياته کړه چې ياد امبولانسونه ټول ولسواليو ته ورکول کېږي، هغه ټپيان او ناروغان چې په ولسواليو کې يې در ملنه ستونزمنه وي، لښکرګاه ته به يې لېږدوي.
د محمدي په وينا،اوس ټول ۲۴ امبولانسونه لري،چې شپږ په مرکز کې او ۱۸ به يې د ولسواليو په روغتيايې مرکزونو کې وي ، چې د اړتيا پرمهال به ترې کار اخيستل کېږي.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکي انجنير محمد داوود فرهنګ پژواک ته وويل ، د روغتيا په برخه کې امبولانس ډير اړين دى چې د نشتوالي له امله يې ناروغان ډېر کله مړه شوي هم دي.
فرهنګ د عامي روغتيا له مسوولينو څخه غوښتنه وکړه چې دامبولانسونو ساتلوته ډېره پاملرنه وکړي.
د ياد ولو ده چې د هلمند دمرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې روغتيايي اسانتياوې شته، خو باغران او دېشو ولسوالۍ چې واک يې له طالبانو سره دى؛له روغتيايي خدماتو بې برخې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن