خوست (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٣): د خوست استيناف څارنوالۍ د دغه ولايت د ولايتي شورا مرستيال او دوه نور حکومتي مامورين د بيارغونې په يوه پروژه کې د اختلاس په تور نيولي دي.
د استيناف څارنوال محمدشعيب ثابت د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل، دوه نيول شوي مامورين د پوهنې رياست د ټکنالوجۍ او د مستوفيت د بشري منابعو مديران دي.
نوموړي زياته کړه، دغو درېو واړو نيول شوو د خوست په مرکز کې د عبدالله خان تڼي دارالمعلمين لپاره د ځينو تخنيکي وسايلو په پېرلو کې اختلاس کړی دی.
څارنوال ثابت د اختلاس شوو پيسو کره اندازه په ګوته نه کړه، خو ويې ويل چې تخنيکي وسايل په پاکستانۍ کلدارو پېرل شوي او بيا له بانکه افغانۍ ايستل شوې دي.
هغه زياته کړه: ((له دواړو نيول شوو مامورينو او د ولايتي شورا له وکيله جدي پلټنې روانې دي، څو په دې قضيه کې نور ښکېل کسان هم معلوم کړي.))
نوموړي د خوست له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې پر اداري فساد د هغو تورنو مامورينو په نيولو کې ورسره مرسته وکړي چې په کابل کې يې ځيني لوړپوړي چارواکي ملاتړ کوي.
د خوست يوه اوسېدونکي محمدزمان پژواک اژانس ته وويل، په ادارو کې د فساد او اختلاس د مخنيوي تر ټولو غوره لار، د پر فساد ککړو کسانو محاکمه کول دي.
هغه د څارنوالۍ د ياد اقدام د ستايلو تر څنګ غوښتنه وکړه چې په هره دولتي اداره کې په اداري فساد ککړ لوړپوړي چارواکي او نور مامورين معلوم کړي او بيا د جرم تر تثبيت وروسته قانوني سزا ورکړي.
د دغه ولايت اوسېدونکي يوسف جان پژواک ته وويل، څارنوالۍ د فساد د مخنيوي لپاره ښه پيل کړی، خو په خپله عدلي او قضايي ارګانونو کې د هرې بلې دولتي ادارې په پرتله فساد زيات دی.
يوسف جان وويل چې که دولت په رښتيني ډول د اداري فساد مخنيوی غواړي، نو تر ټولو لومړی دې په عدلي او قضايي ادارو کې بنسټيز اصلاحات راولي.
د يادولو ده چې څو ورځې مخکې د خوست پخوانی سرپرست ښاروال چې په يوه قرارداد کې د اختلاس په جرم تر نيول وروسته پر اووه کاله بند محکوم شو.