کابل (پژواک، ١٠ لړم٩٣): ولسي جرګې په پوځي قطعاتو کې د ماشومانو د استخدامولو د مخنيوي قانون هغه طرحه تصويب کړه چې له مخې به يې متخلفين تر يو کال بند محکوم شي.
عدليې وزارت په دې اړه د وزيرانو شورا مصوبه د تلې په ٢٦مه ولسي جرګې ته وړاندې کړه.
د ولسي جرګې د دفاعې چارو کمېسيون مشر همايون همايون نن دغه طرحه عمومي غونډې ته وړاندې کړه او ويې ويل ، چې د جرګې اتلس واړه کمېسيونونه يې په اړه مخالف نظر نه لري.
د همايون د معلوماتو له مخې د دې طرحې په ٦ماده کې راغلي چې که تر تثبيت وروسته ماشومان له پوځي قطعاتو څخه ونه ايستل شي، نو مسوول تن به يې له ٣ تر ٦ مياشتو پر بند محکوم شي .
دغه راز د ده په وينا، د دې مصوبې له مخې، هغه تن پر يو کال بند محکوم کېږي، چې ماشومان په پوځي قطعاتو کې پر دندو ګوماري.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې له حاضرو ١٢٦غړو څخه ١٢٤ تنو د يادې طرحې تصويب ته موافقه رايه ورکړه.
د عدليې سرپرست وزير محمد يوسف حليم ولسي جرګې ته د يادې طرحې د معرفي کولو پرمهال ويلي و، چې يو شمېر ماشومان په پوځي قطعاتو کې پر دندو ګومارل شوي او د غه کار د هغوى پر روزنې او روحياتو بد اغېز کوي او کېداى شي ناوړه ګټه هم ترې پورته شي.
د قانون له مخې، بايد د ولسي جرګې ياده مصوبه د مشرانو جرګې تر تاييد وروسته د ولسمشر له خوا توشيح او بيا پلې شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن