Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تورخم ګمرک په عوايدو کې شاوخوا شل سلنه زياتوالى راغلى

جلال اباد ( پژواک، ١٣ لړم ٩٣ ) : د ننګرهار دسرحدي ښارګوټي تورخم ګمرک چارواکي وايي چې د تېر کال په پرتله يې په عوايدو کې شاوخوا شل سلنه زياتوالى راغلى دى.

د تورخم د ګمرګ مدير بشير احمد سادات دلړم په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېر کال په پرتله يې سږکال په عوايدو کې شاوخوا ١١٧ ميليونه افغانۍ زياتوالى راغلى دى.

ده زياته کړه، که څه هم سږ کاله شا و خوا ٣٠ سلنه په سوداګرۍ کې کمښت راغلى و، خو بيا هم د دوى په عوايدو کې زياتوالى راغلى چې لامل يې د فساد مخنيوى دى.

نوموړى وايي: (( د تېر کال د تلې مياشتې تر اخره پورې موږ ٨٣٠ ميليونه افغانۍ عوايد درلودل او سږ کال د تلې تر اخره پورې موږ ٩٤٧ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي.))

د تورخم د ګمرک مدير په عوايدو کې د زياتوالي لامل د فساد مخنيوى وباله او زياته يې کړه، چې د ګمرک په ساحه کې يې امنيتي کمرې هم لګولي ، چې دى يې په خپله تعقيبوي.

سادات زياتوي ، په سرحد کې ځينې نورې قاچاقي لارې هم شته ، چې يو شمېر اموال پرې راځي خو د ځينو لارو مخنيوى يې کړى او کوم توکي چې راځي ټول محصول کيږي.

ده وويل: (( د ټاکنيز جنجال په پاى ته رسيدو او د امنيتي تړون په لاسليک سره په سوداګرۍ کې پرمختګ شوى، پخوا به شاو خوا ٢٠٠ لارۍ راتلې، مګر اوس له ٦٠٠ څخه زياتې راځي.))

د سادات په خبره ، چې په سوداګرۍ کې له نيمايي زيات پرمختګ شوى او ورځ تر بلې د دوى عوايد زياتيږي.

دى وايي چې پخوا يې د اسکوډا پلس پلس سيستم درلوده ، چې چارې به په ځنډ سره خلاصيدې ، خو د نوي اسکوډا ورلډ په سيستم سره د دوى په چارو کې هم چټک والى راغى او ډېر ژر خلاصيږي.

نوموړي وويل: (( پخوا به په ټولو ځاى ځاى لاسليکونه کېدل، بيا به چک کېدل ، مګر اوس دا کار ډېر ساده او اسانه شوى دى.))

د ګمرک  مدير وايي، دوى د سکن سيستم  لري چې له همدې امله ځينې نشه توکي او يو شمېر وسلې يې هم نيولي ، چې په خپل وخت يې امنيتي ادارو ته سپارلي دي.

دى وايي چې د پاک-افغان دوستۍ بسونو کې به پخوا قاچاقي توکي را تلل ، مګر اوس يې دوى مخه نيولې او په کوم بس کې چې ياد توکي لېږدول کېږي، نو په سکن سيستم کې يې مخنيوى  کيږي او له ليدو وروسته يې دوى محصول کوي.

سادات وويل، دوى تر وروستي بريده هڅه کوي چې د فساد مخنيوى وکړي او په ياده چاره کې تر  ډېره بريالي هم دي.

د  ده په خبره، که چېرې د فساد مخه دلته نه واى نيول  شوې، نو د دوى په عوايدو کې به هېڅکله زياتوالى نه واى راغلى، نو همدا لامل دى چې فساد کم شوى او عوايد يې زيات شوي دي.

د يادونې ده، چې څه موده مخکې د تورخم -کابل د لويې لارې موټرچلوونکو شکايت کړى و، چې د يادې لارې په اوږدو کې ترې په غير قانوني توګه  څو ځايه پيسې اخيستل کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.