لښکرګاه (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٣): د هلمند چارواکي وايي چې يوه ځانمرګي د نوزاد ولسوالۍ د عامه نظم پوليسو د پوستې مخې ته له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې په دغه ځانمرګي بريد کې د عامه نظم څلور پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
ځواک وايې چې بريد نن له غرمې وړاندې د نوزاد ولسوالۍ په انځرشالي سيمه کې شوى دى.
دى وايي چې ځانمرګي له چاودونکو توکو ډک مازدا موټر ته د پوليسو د پوستې مخې ته چاودنه ورکړې ده.
د ده د معلوماتو له مخې، دا پوسته تردې وړاندې د بهرنيو ځواکونو په واک کې وه خو په دې وروستيو کې د عامه نظم پوليسو ته سپارل شوې وه.
د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې چې بريد د کرولا موټر په وسيله شوى او له امله يې د پوستې د قوماندان فرهاد محمدي په ګډون ۲۰ کسان وژل شوي او وسايط يې ويجاړ کړي دي، خو چارواکي دا ادعا ردوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن