ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښوراب پر پوځي اډې په درېيمه ورځ هم جګړه روانه ده

د ښوراب پر پوځي اډې په درېيمه ورځ هم جګړه روانه ده

author avatar
29 Nov 2014 - 10:57
د ښوراب پر پوځي اډې په درېيمه ورځ هم جګړه روانه ده
author avatar
29 Nov 2014 - 10:57

لښکرګاه (پژواک، ٨  لېندۍ ۹۳) : په هلمند کې د ښوراب پوځي اډه چې په دې وروستيو کې د بهرنيانو له خوا افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شوه، نن  درېيمه ورځ هم جګړه پرې روانه ده.

وړمه شپه لسګونو وسله والو طالبانو د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې د ښوراب پر پوځي اډې ډله ييز بريد کړى و .

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د لېندۍ په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن په درېيمه ورځ هم په ښوراب کې جګړه روانه ده.

هغه زياته کړه، چې په دې جګړه کې تر اوسه د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او ٩ نور ژوبل دي.

دى وايي چې په دې جګړه کې ٢٧ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي، خو د ټپيانو په اړه يې معلومات نه درلودل.

د ځواک په وينا، شپږ وسله وال د خپلو چاودېدونکو توکو  د چاودنې له امله وژل شوي او نور يې په جګړه کې له منځه تللي دي.

که څه هم د ۲۱۵ قول اردو مسوولينو وويل چې طالبانو له اډې بهر د دوى پر پوځي پوستو بريد کړى او تر لنډې جګړې وروسته طالبان له جګړې پر شا شوي،  خو ولايتي مسوولين وايي چې لا هم د اډې په يوه څنډه کې جګړه روانه ده.

ځواک وايي، وسله والو له دوو لورو پر يادې پوځي اډې بريد کړى دى.

دى زياتوي چې جګړه هغه مهال پيل شوه چې يوه بريدکوونکي پر ځان پورې تړلو توکو ته چاودنه ورکړه ، درې نور د ښوراب اډې ته ننوتل او په عين حال کې يو شمېر نور بريدکوونکي له بل لوري دغې پوځي اډې ته ننوتل.

په سيمه کې پوځي چارواکي د جزيياتو له ورکولو ډډه کوي، خو د قول اردو يوه مرستيال سکرټر پژواک ته وويل چې لا هم د دواړو لورو ترمنځ جګړه روانه ده.

د ښوراب اډه د هلمند د نادعلي او واشير ولسواليو تر منځ د کندهار- هرات لويې لارې ته څېرمه پرته ده.

طالبانو پر دغه مرکز د بريد مسووليت منلى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي ، په دغه بريد کې ګڼ شمېر طالبان برخه لري، چې پر سپکو او درنو وسلو سمبال دي.

احمدي ادعا کوي چې کورنيو او بهرنيو امنيتي سرتېرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې او د الوتکو په ګډون ګڼ شمېر پوځي وسايط يې له منځه وړي دي.

د يادولو ده، شاوخوا دوه کاله مخکې هم وسله والو طالبانو پر دې پوځي اډې ډله ييز بريد کړى و، هغه مهال په دغه پوځي مرکز کې بهرني ځواکونه مېشت وو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.