لښکرګاه( پژواک ۱۲لېندۍ ۹۳): د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې پوليسو د هغو دوو ښځو او يوه ماشوم مړي موندلي، چې کابو يوه مياشت مخکې لا درکه شوي وو.
د ګرمسېر ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن توريالي روهي پژواک خبري اژانس ته وويل که څه هم د وژل شوو ښځو کورنيو دوى ته معلومات نه و ورکړي، خو تېره ورځ ناوخته پوليسو د هغوى مړي موندلي دي.
د ده په وينا، د وژل شوو مېرمنو له ډلې يوه يې ۵۰ کلنه، بله ۳۰ کلنه ده او د ماشوم عمر تر درېيو کلونو پورې دى چې مړي يې کورنيو ته وسپارل شول.
د ده په وينا، د پېښې په تور تر دې دمه دوه تنه نيول شوي، خو د پېښې د څرنګوالي او نيول شوو د هويت په تړاو يې څه و نه ويل.
خو د يادې ولسوالۍ يوې سرچينې پژواک ته وويل، پوليسو د ژړ په نوم يو تن د همدې پېښې په تور نيولى چې سيمه ييز پوليس دى او پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې .
تراوسه نه دي ويل شوي ، چې وژل شوي کسان د يوې کورنۍ غړي دي او که نه ، خو پوليس وايي چې په دې تړاو به تر څېړنو وروسته رسنيو ته معلومات ورکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن