ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابلبانک بريد کې د ٤ بريدګرو په ګډون ١٠ تنه وژل شوي

د کابلبانک بريد کې د ٤ بريدګرو په ګډون ١٠ تنه وژل شوي

author avatar
17 Dec 2014 - 11:47
د کابلبانک بريد کې د ٤ بريدګرو په ګډون ١٠ تنه وژل شوي
author avatar
17 Dec 2014 - 11:47

څلورم تعقيب – لښکرګاه ( پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٣): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کابلبانک پر څانګې ډله ييز بريد د څلورو بريدګرو په ګډون د لسو تنو په وژل کېدو پاى ته ورسېد.

يوې ډلې ځانمرګو بريدګرو نن د ليندۍ په ٢٦مه، تر غرمې  مخکې په شاوخوا يوولس نيمو بجو د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کابلبانک پر څانګې بريد وکړ .

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد عبيد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بريدګرو شمېر څلور تنه وو، چې دوو يې ځانونه الوځولي او دوه يې د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مرستيال جنرال محمد ولي صميمي د پېښې په ځاى کې پژواک اژانس ته وويل چې په دې بريد کې د بانک پنځه کارکوونکي او يو پوليس وژل شوي.

هغه زياته  کړه، چې په دې پېښه کې د اوو نظاميانو په ګډون ١٤ تنه ټپيان شوي، چې په کې ملکي وګړي او د کابلبانک کارکوونکي هم شامل دي.

په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې روغتون ته اوه جسدونه او اته ټپيان راوړل شوي ، خو دا يې ونه ويل چې دوى څوک دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند عبيد دغه راز وويل ، کله چې لومړى بريد پاى ته ورسيد، نو د کابلبانک په څومترۍ کې په يوه رېکشاه کې د ريموټ کنټرول په وسيله چاودنه وشوه، خو چاته په کې زيان نه دى اوښتى.

د کابلبانک د يادې څانګې مسوول حاجي ايوب تر بريده وروسته له بانک څخه روغ وتلى دى.

هغه د بانک مخې ته پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې بريد کې يوشمېر مراجعين او د بانک کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو نوموړى چې ډېر وارخطا ښکاره کېده، د مرګ ژوبلې د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

حاجي ايوب وويل چې ددولت د ملکي او پوځي مامورينو معاشونه حواله شوي وو او په دې ورځ په بانک  کې د مراجعينو ګڼه ګوڼه زياته وه.

د عبدالغيور په نامه د ملي اردو يوه سرتېري پژواک ته وويل ، دى بانک کې وو چې څو وسله وال  راننوتل، ډزې يې وکړې او وروسته چاودنه وشوه.
هغه وويل چې کله بهر راووت د دويمې چاودنې غږ يې هم وارېده.
وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى اوزياته کړې يې ده چې ګڼ شمېر دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې ده چې تر دې مخکې په ننګرهار، کونړ او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د کابلبانک پر څانګو ډله ييز بريدونه شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.