محمود راقي ( پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٣ ) : د کاپيسا ولايت د امنيه قوماندانۍ مخې ته د يوې چاودنې له امله د تګاب د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي دي.
د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه فقير احمد صديقي د ليندۍ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن غرمه په شاوخوا دوولسو بجو د امنيه قوماندانۍ مخې ته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله ورته چاودنه ورکړل شوې ده.
صديقي وايي چې په دې چاودنه کې يو پوليس ټپي شوى دى.
خو د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د تګاب ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو پر موټر شوې چې قوماندانۍ ته راغلي وو.
د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې درې پوليس او درې دوکانداران ټپيان شوي دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
دى وايي چې په ټپيانو کې د تګاب ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان نور اغا هم شامل دى، چې دوه ځل مخکې هم په چاودنو کې ټپي شوى و.
د روغتون سرچينې هم وايي چې دوى ته پنځه ټپيان راوړل شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.