ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لويو لارو پوليس درنو وسلو ته اړتيا لري

د لويو لارو پوليس درنو وسلو ته اړتيا لري

author avatar
20 Dec 2014 - 14:15
د لويو لارو پوليس درنو وسلو ته اړتيا لري
author avatar
20 Dec 2014 - 14:15

لښکرګاه ( پژواک ۲۹ ليندۍ ۹۳) : د هلمند د لويو لارو ساتنې پوليسو د کنډک قوماندان وايي، چې د طالبانو د خوځښتونو د مخنيوي لپاره  درنو وسلو ته اړتيا لري.

د پوليسو دا کنډک دهلمند- کندهار د لويې لارې د امنيتي مسووليت ترڅنګ په مرکز لښکرګاه، نهرسراج او سنګين ولسواليو کې ځاى ځاى پوستې هم لري.

د ياد کنډک قوماندان سمونوال عبدالستار نورزي د ليندۍ په ٢٩مه نهرسراج ولسوالۍ کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې طالبان د دوى په پرتله  د جګړې لپاره پوره امکانات لري.

نورزي زياته کړه چې د دولت وسله وال مخالفين اوسمهال له حکومتي سرتېرو ډېرې وسلې او امکانات لري او په ډله ييز  ډول  پر پوستو بريدونه کوي.

د ده په وينا چې د يادو ستونزو د حل په موخه يې د ولايت او مرکز په کچه مسوولين خبر کړي ، څو حل لاره ورته  پيدا او پوليس وکولى شي چې د اړتيا پرمهال د پوره امکاناتو په لرلو سره  امنيت ټينګ کړي.

ده وويل: (( طالبان  له درنو وسلو سره زموږ د پوليسو پر پوستو ډله ييز بريدونه کوي. موږ يې مخنيوى کوو خو که درنې وسلې مو لرلى لکه، راکټ، زيکويک او دهشکه ، نو په ښه توګه مو ورته مخه نيوله خو پوليس يواځې له کلاشينکوف، پيکا او راکټ څخه په داسې حال کې کار اخلي ، چې ډېر کله يې مرمۍ لږ وي.))

نوموړي وويل د پوليسو لومړي کنډک ته د مياشتې يواځې لس زره د کلاشينکوف او دګوتو په شمېر د راکټ مرمۍ ورکول کېږي، چې اوسنيو بريدونو ته په کتو لږ دي.

ده زياته کړه طالبان په اسانۍ کولى شي د هلمند شمالي ولسواليو ته له پاکستان  څخه  وسلې او مهمات راوړي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال پاچاګل بختيار ومنله چې د لارو د ساتنې پوليس د دوى لپاره ډېر ارزښت لري، که يې د پوليسو او مسوولينو ستونزې هوارې نه شي، مرکز لښکرګاه او شمالي ولسوالۍ هم ناارامه کېداى شي.

د ده په وينا، ډېر ژر به د پوليسو يادې غوښتنې له مرکزي حکومت سره شريکې کړي، چې حل لاره ورته پيدا کړي.

ده وويل څلور مياشتې وړاندې د هلمند- کندهار لاره  ناامنه وه ،کله کله به لاره بندېدله، خو اوس دغو پوليسو په لږو امکاناتو امنيت خوندى کړى.

د پوليسو د همدې کنډک يوه پوليس دنوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې په نهر سراج کې ډېرې سيمې د دولت له وسله والو مخالفينو سره دي او پر دوى بريدونه کوي.

هغه وويل که په لويه کچه همغږي رامنځته نه شي، طالبان ونه ځپل  شي، دوامداره پوستي جوړې نه شي نوکېداى شي ياده لاره بنده او لښکرګاه هم ناامنه شي.

ده  زياته کړه چې اوس مهال طالبان په ډاډه زړه  سړک ته راوځي او پر پوستو بريدونه کوي.

د نهر سراج ولسوالۍ يوه اوسېدونکي احسان الله پژواک ته وويل چې وسله وال طالبان  راکټونه  او نورې درنې وسلې کاروي او  پوليس دغسې وسلې نه لري.

ده وويل چې درنې وسلې د ملي اردو له سرتېرو سره وي، خو که حکومت شته جګړو ته په کتو  پوليسو ته هم ښې وسلې ورکړي، ښايي د وسله والو د ډله ييزو بريدونو مخه ونيول شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.