محمود راقي (پژواک، ٣ مرغومى ٩٣): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ١٦ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې ملکي وګړو د دواړو لورو تر منځ بند پاتې دي او ډېرى مهال د دوى مرمۍ پر کورونو لګېږي.
د تګاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خير الله د مرغومي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له پرون راهيسې د دې ولسوالۍ د قورغل، تترخېلو او برېتيانو په کليو کې سختې جګړې روانې دي.
هغه زياته کړه چې تېر ماښام د هاوان يوه مرمۍ د انارجوى په کلي کې د حاجي موسى پر کور ولګېده چې له امله يې دوه مېرمنې او دوه ماشومان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ٩ نور ژوبل شوي دي.
دغه راز خيرالله وايي چې د حاجي عبدالهادي په نوم د سيمې د يوه بل اوسېدونکي پر کور هم مرمۍ لګېدلې چې له امله يې درې ښځې ټپيانې شوې دي.
ده وويل، نه پوهېږي چې دغه مرمۍ د وسله والو له خوا توغول شوې وه او که د دولتي ځواکونو له خوا خو زيانمنېږي ملکي وګړي.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند همايون رشيدي پژواک اژانس ته وويل چې په تګاب ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهيسې جګړه روانه ده.
هغه وايي چې د دې جګړې پر مهال يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.
نوموړي ادعا وکړه چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله د وسله والو مخالفينو له خوا اوښتې ده.
خو وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دوه ورځې مخکې هم په دې ولسوالۍ کې د جګړو پر مهال پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.