ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سنګين کې اته وسله وال او څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي

سنګين کې اته وسله وال او څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي

author avatar
29 Dec 2014 - 15:51
سنګين کې اته وسله وال او څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي
author avatar
29 Dec 2014 - 15:51

لښکرګاه (پژواک ۸ مرغومى ۹۳): د هلمند امنيتي مسوولين وايي چې سنګين ولسوالۍ کې د نښتې پرمهال ١٨ وسله والو طالبانو او د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې ولايت کې  د ۲۱۵ ميوند قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګرمن  محمد رسول ځاځي د مرغومي په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره  شپه د سنګين ولسوالۍ د کامل په نوم د ملي اردو پر پوستې  وسله والو طالبانو بريد وکړ.

د ده په وينا، په دې بريد کې څلور د ملي اردو سرتېري او اته وسله وال طالبان وژل شوي او  درې د ملي اردو سرتېري او درې وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.

ځاځى وايي، تر څو ساعته جګړې وروسته وسله وال بريدکوونکي له سيمې تښتېدلي او اوس په سيمه کې امنيتي حالت ډاډمن دی.

د سنګين ولسوالۍ د ټولنيزې شورا يوه غړي حاجي محمد نسيم  وويل، چې په ياده جګړه کې د ملي اردو يوې  پوستې سقوط کړی او د ملي اردو يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

  د وسله والو طالبانو وياند قاري يو سف احمدي وايي، د سنګين ولسوالۍ د مجيد چوک په سيمه کې يې پر يوې پوستې بريد کړى  او ١٥ سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې ده، چې سنګين د هلمند يو له ناامنو ولسواليو څخه ده چې په روان کال کې په دې ولسوالۍ کې څو ځلې سختې جګړې شوي، چې له امله يې سلګونو طالبانو، ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.