ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د سولې له بهير سره ٨٠ تنه يوځاى شول

جوزجان کې د سولې له بهير سره ٨٠ تنه يوځاى شول

author avatar
29 Dec 2014 - 20:13
جوزجان کې د سولې له بهير سره ٨٠ تنه يوځاى شول
author avatar
29 Dec 2014 - 20:13

شبرغان (پژواک ٨ مرغومى ٩٣): په جوزجان ولايت کې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د هڅو په پايله کې د مولوي نعمت الله په قوماندانۍ د وسله والو مخالفينو يوه ٨٠ کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مولوي نعمت الله په جوزجان ولايت کې د طالبانو د پوځي شورا د مشرۍ دنده تر سره کوله.

هغه زياته کړه، چې دغه قوماندان نن له غرمې وروسته له خپلو ٨٠ وسله والو سره يو ځاى د درزاب ولسوالۍ په سردره سيمه کې د جنرال دوستم په شتون کې د سولې له پروسې سره يوځاى شو.

جوزجاني زياته کړه، چې د سولې له پروسې سره د طالبانو د دغه قوماندان د يو ځاى کېدو په پايله کې به درزاب او قوش تپې ولسواليو کې امنيت ټينګ شي، ځکه د طالبانو بريدونه د جوزجان په کچه د قوماندان نعمت الله په امر تر سره کېدل.

امنيه قوماندان زياته کړه، چې دغه ګروپ له ځانونو سره خپلې وسلې او مهمات هم راوړي، چې شمېر به يې په راتلونکي کې څرګند شي.

د هغه په وينا، جوزجان ولايت ته د جنرال دوستم له سفر سره له تېرې شپې راهيسې په درزاب کې چاڼيز عمليات هم پيل شوي، چې طالبانو له کوم مقاومت پرته سيمه پرېښې او اوسمهال تجسسي عمليات دوام لري.

نثاراحمد هم چې درزاب ولسوالۍ ته د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم په کاروان کې شامل دى، وويل چې قوماندان امان الله او د هغه ټول کسان د جنرال دوستم د هڅو په ترڅ کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له پژواک خبري اژانس سره د ټېلېفوني اړيکې په ترڅ کې وويل، چې مولوي نعمت الله يې څلور مياشتې وړاندې له خلکو څخه د عشر او زکات د راټولولو او له هغوى سره د زور زياتي له امله له خپلو ليکو شړلى دى.

هغه ادعا وکړه، چې اوسمهال مولوي نعمت له محدود شمېر کسانو سره يو ځاى د دوستم له ټيم سره يو ځاى شوى او له طالبانو سره کومه اړيکه نه لري.

د ويلو ده، چې جنرال دوستم پرون شپه له سيمه ييزو چارواکو او مشرانو سره د ليدو او د امنيتي ستونزو د څېړنې په موخه د جوزجان قوش تپې او درازب ولسواليو ته سفر کړى دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.