چاريکار (پژواک، ٩ سلواغه ٩٣): غلو تېره شپه د پروان په مرکز چاريکارو کې د ګرځنده ټيلېفونونو څلور هټۍ لوټلې او د يو ميليون افغانيو په ارزښت توکي يې وړي دي.
دغه هټۍ د چاريکارو چوک ته څېرمه غلو وهلې دي.
هټۍ وال وايي چې غلو د هټيو بامونو سوري کړي، ګرځنده ټيلېفونونه، نغدې پيسې او ځيني نور توکي يې وړي دي.
له يادو هټۍ والو يو تن حاجي محمدنسيم چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې وويل چې د ده او له يادو درېيو نورو هټيو په ټوليز ډول د شاوخوا يو ميليون افغانيو مال او نغدې پيسۍ غلا شوې دي.
ده له دولته غوښتنه وکړه چې د چاريکار د امنيت ټينګښت ته پاملرنه وکړي.
د پروان د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې امر لطف الرحمن رشاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليس د امنيت د ټينګښت لپاره هڅې کوي او د يادو هټيو د غلا په تړاو يې هم نن د سيمې دوه اوسېدونکي نيولي دي.
دى وايي چې له نيول شوو کسانو پلټنې روانې دي.
د يادونې ده، شاوخوا څلور مياشتې مخکې هم غلو په همدې سيمه کې د ګرځنده ټيلېفونونو درې هټۍ لوټلې وې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن