کابل (پژواک ٢١ سلواغه ٩٣): په ميدان وردګو کې د نږدې دوه ميليونو افغانيو په لګښت يو د فوټبال او دوه د واليبال لوبغالي جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د ياد ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه لوبغالي د ميدان ښار تخنيکي انستيتيوت ته څېرمه د کليو پراختيا د ثبات پروګرام له لوري د شپږو مياشتو په موده کې جوړ شوي دي.
هغه وايي، د د دې لوبغالو د ګټې اخيستنې په مراسمو کې د ميدان وردګو مرستيال والي ذاکر حسين سلطاني د سيمې له خلکو وغوښتل، چې د دې لوبغالو په ښې ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.
ده د کليو د پراختيا او بيارغاونې رياست له چارواکو مننه وکړه، چې د ثبات پروګرام له لوري يې په دغه ولايت کې د لسګونو لوبغالو د جوړولو چارې پيل کړې دي.
د کليو د پراختيا او بيارغونې د رييس انجنير جان محمد حکمتجو د معلوماتو له مخې، دوی د روان کال په ترڅ کې په دغه ولايت کې د بېلابېلو لوبو شاوخوا ۳۶ لوبغالو د جوړولو چارې پيل کړې، چې تر دا مهاله د لسو لوبغالو چارې بشپړې شوې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن