ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له شيخ زايد پوهنتون سره د اړينو وسايلو مرسته وشوه

له شيخ زايد پوهنتون سره د اړينو وسايلو مرسته وشوه

author avatar
11 Mar 2015 - 20:34
له شيخ زايد پوهنتون سره د اړينو وسايلو مرسته وشوه
author avatar
11 Mar 2015 - 20:34

خوست، ګردېز (پژواک ٢٠ کب ٩٣): د خوست له شيخ زايد پوهنتون سره د محصلينو د عملي زده کړو لپاره د ځينو اړينو وسايلو مرسته وشوه او د ګردېز په ٢٠٣ نمبر تندر قول اردو کې سل بستريز روغتون جوړ شو.

د ياد شوي پوهنتون رييس محمد رسول باوري، د دغو وسايلو د سپارلو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د عملي زده کړو د يادو وسايلو مرسته د ځينو نړيوالو مرستندويو ادارو په ګډون يو شمېر سوداګرو کړې ده.

هغه وويل، چې پر يادو وسايلو ۱۷ ميليونه افغانۍ لګښت شوی، چې کمپيوټرونه، د ايف ايم راډيو تخنيکي وسايل، لابراتوارونه او کيمياوي مواد يې او دې ته ورته ځينې نور وسايل په کې شامل دي.

باوري زياته کړه، چې دغه وسايل د انجينري، کرنې، ويترنري، ژورنالېزم، کمپيوټر ساينس او د ښوونې او روزنې پوهنځيو مسوولينو ته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې وسپارل شول.

نوموړي وويل: ((محصلين دا ډول لوازمو ته ډېره اړتيا لري، له دې وروسته به د محصلينو هغه ستونزې چې د عملي زده کړو په برخه کې يې لري، تر ډېره بريده هوارې شي)).

د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي، چې د يادو وسايلو د سپارنې په مراسمو کې يې ګډون کړی و، عملي زده کړې د محصلينو لپاره مهمه او بنسټيزه اړتيا وبلله.

والي نعيمي پژواک اژانس ته وويل، دوی هڅه کوي، چې محصلينو ته د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو لپاره ټولې اړينې اسانتياوې برابرې کړي.

نوموړي د لوړو زده کړو له وزارته هم وغوښتل، چې د خوست شيخ زايد پوهنتون ته خپله پاملرنه زياته او د خپل وس برابر د ستونزو په هواري کې هلې ځلې وکړي.

هغه زياته کړه: ((زه هيله من يم، چې د لوړو زده کړو وزارت به دې پوهنتون ته خپله پاملرنه زياته کړي او د بهرنيو مرسته کوونکو ادارو مرستې ورته راجلب کړي)).

شيخ زايد پوهنتون دا مهال ۱۶ بېلابېل پوهنځي لري، چې شاوخوا ۹زره محصلين په کې په درې مختلفو وختونو کې لوړې زده کړې مخته وړي.

محصلين د نورو ستونزو د هواري ترڅنګ د عملي زده کړو لپاره د اسانتياوو برابرول مهمه اړتيا بولي.

د يوه بل خبر له مخې، د پکتيا ولايت مرکز ګردېز کې د ٢٠٣ نمبر تندر قول اردو کې سل بستريز روغتون جوړ شو.

په دې اړه، نن په جوړه شوې غونډه کې د يادې قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد شريف يفتلي وويل، په دغه سل بستريز روغتون کې به د ملي اردو، ملي پوليسو او نورو اړونده ارګانونو ټپيانودرملنه کېږي .

ده زياته کړه، د دې تر څنګ به په دې روغتون کې د يادو امنيتي سرتېرو د کورنيو د غړو او په بېړنيو لويو پېښو کې د ټپي شویو کسانو درملنه هم وشي .

د هغه په وينا، په ځينو وختونو او ځينو ځايونو کې دامنيتي سرتېرو درملنه نورې امنيتي ستونزې راپيدا کوي، نو په همدې خاطر دغه روغتون کې به په پوره ډاډ سره د دوی درملنه کېږي .

د ياد شوي روغتون  مشر ډاکټر محمد اصف برومن، پژواک اژانس ته وويل، دوى د دې روغتون لپاره مجهز سامان  الات لري او او د بېلابېلو برخو جراحي او داخله ناروغيو درملنه په کې کېږي .

دى زياتوي، په راتلونکي کې به هڅه وکړي، چې د دې روغتون لپاره نور امکانات هم برابر کړي، تر څو د زياتو ناروغيو درملنه په کې وشي .

برومن وايي، د نورو ناروغيو تر څنګ به په دې روغتون کې  د نسايي – ولادي څانګه هم فعاله شي .

د پکتيا د ملکي روغتون رييس ډاکټر ذکي الله امين وايي، چې د دې روغتون په فعالېدو سره به دوى ته هم اسانتياوې پيدا شي.

نوموړی وايي: “وخت ناوخت په داسې پيښو کې، چې ډېری خلکو ته په کې زيان اوښتی وي، په ملکې روغتون او نورو  روغتيايي ځايونو کې د ناروغانو درملنه ستونزمنه کېږي، خو د دې روغتون په فعالېدو سره به زموږ دغه ستونزې راکمې شي.”

دا مهال په پکتيا او نورو ولايتونو کې، لسګونه  دولتي او شخصي روغتيايي مرکزونه فعال دي، خو د مسلکي ډاکټرانو، د درملو او وسايلو د کمښت له امله ډېری ناروغان کابل او يا پاکستان ته ځي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.