ترينکوټ (پژواک، ٧ ورى ٩٤) : د اروزګان ولايت چارواکي وايي چې د دايکنډي په کجران ولسوالۍ کې د تښتول شوو ٢٠ تنو د خوشې کولولپاره يو پلاوى سيمې ته رسېدلى او له وسله والو سره يې خبرې پيل کړې دي.
د دايکنډي د کجران ولسوال ضامن پويا وايي، ياد کسان چې له کندهار څخه يې کجران ولسوالۍ ته خوراکي توکي لېږدول درې ورځې وړاندې د اروزګان په چهارچينو ولسوالۍ کې ودرول شول.
هغه وايي چې وسله والو مخالفينو ٢٠ تنه چې موټرچلوونکي او د هغوى کلېنران په کې وو، د چهار چينو سرکۍ سيمې ته بيولي دي.
د اروزګان د سرپرست والي وياند دوست محمد ناياب د وري په ٧مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې د قومي مشرانو او مخورو په ګډون ١٥ کسيزه جرګه يادې سيمې ته له وسله والو سره د خبرو لپاره لېږل شوې ده.
هغه زياتوي چې وسله والو مخالفينو هم منلې چې له يادې جرګې سره به د تښتول شوو کسانو په اړه خبرې وکړي.
د ناياب په وينا، يادې جرګې له تښتول شوو کسانو سره هم اړيکې نيولې دي.
د والي وياند وايي چې په تښتول شوو کسانو کې بلوڅ او هزاره وګړي شامل دي.
بله خوا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي دا ادعاوې ردوي چې ګوندې ياد کسان دوى تښتولي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې دغه کسان په ياده سيمه کې د جګړې له امله نادرکه شوي دي.
د کجران ولسوال پويا پرون پژواک ته ويلي و، چې برمته شوي ټول د دايکنډي اوسېدونکي دي او د ځايي سپين ږيرو په وسيله هڅه کوي چې هغوى له وسله والو مخالفينو را خلاص کړي.
د کجران ولسوال وويل چې موضوع يې د اروزګان له چارواکو سره شريکه کړې، څو په دې برخه کې همکاري وکړي.
د يادونې ده چې څو اوونۍ مخکې هم پر ياده لويه لاره تر ٢٠ زيات کسان تښتول شوي وو، چې وروسته بېرته خوشې شول.
تېره مياشت د کابل –کندهار پر لويه لاره د غزني په شاه جوى ولسوالۍ کې ٣٠ مسافر د وسله والو مخالفينو له خوا وتښتول شول او برخليک يې لا هم نه دى څرګند شوى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن