نيلي (پژواک، ٣٠ ورى ٩٤): په دايکنډي ولايت کې د پوليسو يو موټر درې ته لوېدلى چې له امله يې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا پېښه تېره ورځ مازديګر د شهرستان ولسوالۍ په تګاب لر کلي کې رامنځته شوې ده.
د دايکنډي امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګلدي ياردم پژواک خبري اژانس ته وويل چې رينجر موټر له سړکه اوښتى او درې لوېدلى چې له امله يې درې پوليس له منځه تللي او دوه نور ژوبل شوي دي.
هغه زياته کړه چې ټپيان د ژغورونکې ډلې په وسيله د دايکنډي ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې ښه دى.
ياردم وويل چې دا موټر د ميرامور د امنيه قوماندانۍ اړوند دى چې د ولايت مرکز نيلي ښار ته پر لاره و.
دايکنډي يو غرنى ولايت دى چې پوخ سړک نه لري او د لارو خرابوالى د دې لامل شوى چې مرګونې پېښې په کې رامنځته شي.
تېره مياشت په ميرامور ولسوالۍ کې د يوه فلاينکوچ موټر د اوښتو له امله اته تنه مړه او څلور نور ژوبل شول.
د تېر کال په لومړيو کې هم يو ټونس موټر چې ناروغان يې لېږدول، د شهرستان په ولسوالۍ کې يوې درې ته ولوېد چې له امله يې پنځه تنه مړه او درې نور ټپيان وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن