کابل(پژواک،١٦غويى٩٤) : يوه سرچينه وايي، چې د مشرانو جرګې د دويم مرستيال محمد اصف صديقي او د همدې جرګې د شکايتونو د کمېسيون د مشر زلمي زابلي ترمنځ فزيکي شخړه شوې ده.
د مشرانو جرګې يوې سرچيني چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د صديقي او زابلي تر منځ نن له غرمې مخکې د جرګې د دويم مرستيال د کار په دفتر کې فزيکي شخړه وشوه.
هغه وايي چې د يادو کسانو ترمنځ فزيکي شخړه وروسته تر هغه رامنځته شوه ، صديقي، زابلي ته وويل چې ولې يې د جرګې له پرېکړې پرته د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني د کمېسيون غونډې ته ورغوښتى و.
سرچينه زياتوي : ((زابلي وويل ښه مې کړي چې را غوښتى مې دى، زه د کمېسيون مشر يم او کمېسيون پرېکړه کړې وه چې جهاني بايد غونډې ته وغوښتل شي.))
سرچينه زياتوي چې تر يادې لفظي شخړې وروسته د دغو دواړو کسانو ترمنځ فزيکي شخړه وشوه چې په ترڅ کې يې د مشرانوجرګې دويم مرستيال پر مخ سرسري ټپي شو.
له صديقي او زابلي سره مو اړيکه ټينګه نه شوه، خو د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق وويل چې د يادو کسانو ترمنځ فزيکي نه، بلکې لفظي شخړه شوې ده .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن