ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميدان وردګو کې د وسله والو درې قوماندانان وژل شوي

ميدان وردګو کې د وسله والو درې قوماندانان وژل شوي

author avatar
7 May 2015 - 15:45
ميدان وردګو کې د وسله والو درې قوماندانان وژل شوي
author avatar
7 May 2015 - 15:45

ميدان ښار (پژواک، ١٧ غويى ٩٤): د ميدان وردګو چارواکي وايي چې د دغه ولايت په سيداباد، دايميرداد او جغتو ولسواليو کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د وسله والو مخالفينو درې قوماندانان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د ميدان وردګو د سرپرست والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سيداباد ولسوالۍ په چيجان سيمه کې تېره شپه د يوه هوايي بريد په ترڅ کې د وسله والو مخالفينو دوه سيمه ييز قوماندانان احمد مشهور په حمزه او عبدالعليم مشهور په حيدري وژل شوي دي.

ده زياته کړه، دغه راز د دايميردادو ولسوالۍ په کافر کلا سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ تېره شپه نښته شوې چې په پايله کې يې د وسله والو مخالفينو يو وزيرستانى قوماندان ملا نصير وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، په ورته وخت کې د جغتو ولسوالۍ په اخترخېلو او سيده سيمو کې د امنيتي ځواکونو او مخالفينو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې يې دوه مخالفين ټپيان شوي دي .

خوږياڼى وايي، په ترسره شوو نښتو او عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د والي وياند زياتوي، د جغتو ولسوالۍ په چهار کلا سيمه کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله هم د لسم ټولګي يو زده کوونکى ټپي شوى دى.

وسله والو مخالفينو د يادو پېښو په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.