ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولايتونو کې د پانګونې کچه کمه خو په کابل کې لوړه شوې ده

ولايتونو کې د پانګونې کچه کمه خو په کابل کې لوړه شوې ده

author avatar
31 Oct 2015 - 18:48
ولايتونو کې د پانګونې کچه کمه خو په کابل کې لوړه شوې ده
author avatar
31 Oct 2015 - 18:48

کابل (پژواک ٩ لړم ٩٤): "افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ اداره" وايي چې په ولايتونو کې د پانګونې کچه راټيټه شوې، خو په کابل کې بيا لس سلنه لوړه شوې ده.

 د يادې ادارې شمېرې څرګندوي چې په افغانستان کې د ٢٠١٤ زېږديز کال په لومړنيو نهو مياشتو کې له ٦١٠ ميليون امريکايي ډالرو ډېره، خو د ٢٠١٥ کال په ورته مهال کې بيا ٤٥٠ ميليون امريکايي ډالره پانګونه شوې چې پر دې بنسټ، په کورنۍ او بهرنۍ پانګونه کې له ١٦٠ ميليون ډالرو زيات يعنې ٢٦ سلنه کموالى راغلى دى.

 افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې "ايسا" مشر قربان حقجو نن په کابل کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل، چې په روان کال کې تر ټولو کمه پانګونه په ودانيزو، صنعت، کرنې او خدمتونو برخه کې شوې ده.

 نوموړي، په ودانيزو چارو کې د پانګونې له ٥٨ سلنې کمښت خبر ورکړ او ويې ويل چې تېر کال د ودانيزو چارو په برخه کې شاوخوا ٢٠٠ ميليون ډالره پانګونه شوې وه، خو دغه شمېر په روان کال کې ٨٣ ميليون ډالرو ته رسيږي.

 د حقجو په وينا، د صنعت برخه هم ٢٥ سلنه کموالى په ګوته کوي. په دغه برخه کې تېر کال ١٠٥ ميليون ډالره پانګونه شوې وه، خو په روان کال کې بيا ٨١ ميليون ډالره وه.

  د ايسا مشر وويل، چې د کرنې په برخه کې تېر کال ١٧ ميليون ډالر او سږ کال ١٤ ميليون ډالر او د تېر کال د خدمتونو په برخه کې ٢٢٠ ميليون ډالر او په روان کال کې ١٩٩ ميليون ډالره پانګونه شوې ده.

 هغه زياته کړه، چې دغه کموالى په ننګرهار ولايت کې ٨٩ سلنه، په هرات کې ٨٣ سلنه، کندوز کې ٨٢ سلنه او خوست کې ٥٩ سلنه دى، خو برعکس په کابل کې بيا لوړوالى تر سترګو کېږي.

 حقجو وويل، چې دغه کمښت له کابل پرته په نورو ډېرو ولايتونو کې د سياسي او اقتصادي ثبات نشتون، نا امنۍ، د بهرنيو ځواکونو وتل، له هېواد څخه د پانګې تېښه، د زېربناو نشتون، اداري فساد، د مالي امکاناتو نشتون او پانګوالو د اوږدمهاله پورونو نه ورکړه، د ياد کمښت لامل شوي دي.

 هغه زياته کړه: " اوسمهال د هېواد د اقتصاد د نه پراختيا شپېته سلنه دليل د روښانه راتلونکي نشتون او دغه راز د ملي يووالي حکومت د سياسي او اقتصادي ثبات نشتون دى."

 د حقجو په وينا، پانګوال د پانګونې لپاره چمتو دي، خو اداري فساد، د برېښنا او امنيت نشتون د پانګونې په برخه کې د ټکني توب لامل شوي دي.

 خو په افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې مشر وويل، چې په کابل کې د پانګونې کچه يوه څه لوړوالى په ګوته کوي.

کابل کې د تېر کال د نهو مياشتو په موده کې د پانګونې کچه ٢٤٩ ميليون ډالرو ته رسېده او د روان کال په ورته موده کې بيا ٢٧٣ مليون ډالره ده، چې د تېر کال په پرتله ١٠ سلنه زياتوالى په ګوته کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.