کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٤): پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې د خپل دريځ په بدلولو سره ويلي چې اوسني حالات د سولې د خبرو اترو لپاره برابر نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له تېرو دوو مياشتو راهيسې بار بار د افغان سولې خبرو اترو پر پيلېدو ټينګار کاوو او په دې برخه کې يې د خپلې مرستې وړانديزونه کول.
خو په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف سلاکار سرتاج عزيز په اسلام اباد کې د ستراتيژيکو څېړنو په مرکز کې تر يوې غونډې وروسته له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي چې اوسني حالات د افغانستان د سولې پروسې لپاره برابر نه دي.
هغه زياته کړه: ((زه نه پوهېږم چې په اوسنيو حالاتو کې د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان رول لوبول سم دي که نه؟))
د نوموړي په وينا، د سولې پروسې تر بيا پيل مخکې بايد افغانستان او پاکستان د دې پروسې د ګټو په اړه فکر وکړي او د سولې خبرو لپاره مناسب ماحول او فضا رامنځته شي.
د يادونې ده، د روان لمريز کال د چنګاښ په ١٦مه د پاکستان په منځګړيتوب، د امريکا او چين په نظارت سره د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د سولې لومړى پړاو خبرې اترې ترسره شوې.
ټاکل شوې وه د زمري په اتمه دويم پړاو خبرې هم ترسره شي، خو د طالبانو د مشر ملا عمر د مړينې تر خبر وروسته دا لړۍ ودرېده او افغان حکومت اعلان وکړ چې تر دې وروسته د پاکستان په منځګړيتوب د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي.
په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف سلاکار سرتاج عزيز وايي چې افغان حکومت د سولې د خبرو يو لورى او طالبان بل لورى دي؛ ځکه نو د خبرو اترو د برياليتوب لپاره د دغو لورو موافقه اړينه ده.
د هغه په وينا، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د سولې خبرې اترې يواځېنۍ لاره ده او پاکستان له دې خبرو ملاتړ کوي.
سرتاج عزيز ويلي چې پاکستان د افغان سولې په پروسه کې له ايران څخه هم مرسته غوښتې او که چېرې ايران په دې پروسه کې رول لوبول غواړي نو پاکستان يې هرکلى کوي.
خو د افغانستان حکومت وايي چې پاکستان دې لومړى په خپله خاوره کې هغه ترهګرې ډلې وځپي چې د افغانستان پر ضد يې د جګړې اعلان کړى، له هغه وروسته به د سولې په خبرو ورسره بحث وکړي.
د ولسمشر مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي څو ورځې مخکې په دې اړه پژواک اژانس ته ويلي وو: ((که چېرې پاکستان دغه اقدام وکړي، له هغه وروسته به افغانستان له پاکستان سره د سولې پر پروسه بحث وکړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن