چاريکار (پژواک، ١٨ لړم ٩٤): د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د کابل- پروان پر لويه لاره د کرولا او مسافر وړونکي ٣٠٣ موټر د ټکر له امله يو تن مړ او درې نور ټپيان شوي دي.
د پروان د ترافيکو مدير محراب الدين پرواني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د بګرام په "دوه سرکه" سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وويل چې ٣٠٣ موټر له کابله بلخ او کرولا له پروانه کابل ته پر لاره و چې ټکر يې وکړ.
د ده د معلوماتو له مخې، په پېښه کې وژل شوى او ټپيان د کرولا موټر سپرلي دي.
پروانى وايي چې د کرولا موټر چلوونکى هم په ټپيانو کې شامل دى.
هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او ويې ويل چې يو تن يې د پروان ولايتي روغتون او دوه نور يې کابل ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
پرواني وايي چې ياد ٣٠٣ موټر او چلوونکى يې له پوليسو سره دي او پېښه تر څېړنو لاندې ده.
تېره ورځ هم د سمنګانو ولايت د مرکز اړوند په "دلخکي" کوتل کې له يو باروړونکي موټر سره د ٤٠٤ ډوله مسافروړونکي موټر د ټکر له امله درې تنه مړه او ٤٣ نور ټپيان شول.
تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ٣٠٣ او ٤٠٤ ډوله مسافروړونکو موټرو د چپه کېدو او ټکرونو له امله ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن