ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې ٥٢ تړل شوي ښوونځي پرانيستل شول

فراه کې ٥٢ تړل شوي ښوونځي پرانيستل شول

author avatar
21 Nov 2015 - 15:50
فراه کې ٥٢ تړل شوي ښوونځي پرانيستل شول
author avatar
21 Nov 2015 - 15:50

فراه(پژواک،٣٠ لړم۹۴): چارواکي وايي، د طالبانو د ګواښ له امله د فراه په مرکز او ولسوالیو کې ٥٢ تړل شوي ښوونځي، بېرته د طالبانو په خوښه پرانيستل شول.

د فراه ولایت د پوهنې مشر انجنیر محمد صابر فاروقي نن پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ښوونخي له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو د ګواښونو له امله تړل شوي وو او ځينې هم له لوست څخه پاتې شول.

د ده په وينا، له يادو ښوونځیو څخه ۱۲ يې په پشتکوه، ۱۳ يې په شېبکوه او لس نور يې د فراه په مرکز کې په بشپړه توګه تړلي وو.

فاروقي وايي چې له ٥٧ يادو ښوونځيو څخه د لاش جوین، اناردرې، شېبکوه او پشتکوه په ولسواليو کې د  ۱۷ نورو ښوونځيو زده کوونکي د شته ګواښ له امله ښوونځيو ته نه تلل، خو د ښوونځيو ادارې پرانيستې وې.

د فاروقي په خبره، په يادو ٥٢  ښوونځیو کې لومړني ښوونځي، منځني ښوونځي او لېسې شاملې دي او  تر نهه زره زیات ښځینه او نارینه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.   

فاروقي وویل: "تړل شوي ښوونځي د فراه د پوهنې ریاست، ولایت مقام، ولایتي شورا په ځانګړې توګه علما او قومي مشرانو په هڅه بېرته خلاص او سر له ننه لوست په کې پیل شو ."

هغه زياته کړه:" علما او قومي مشران طالبانو ته ورغلل او خبرې يې ورسره وکړې؛ بالاخره طالبانو ورته اجازه ورکړه چې ښوونځي دي فعال شي."

د پوهنې مشر وايي، طالبانو ويلي چې ښوونځیو کې دې دینی او شرعي علومو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

د شیبکوه ولسوال عبدالرحیم حیدري وايي چې په دې ولسواليو کې د هلکانو درې لېسې، شپږ منځني او لس لومړني تړل ښوونځي د ولسي پلاوي د هلو ځلو په پايله  کې نن   بېرته د طالبانو په اجازه پرانيستل شول.

هغه زیاته کړه: "د نجونو لس بند شوي ښوونځي لا تر اوسه نه دي خلاص شوي خو طالبانو زموږ ولسي هيئت ته ډاډ ورکړى چې سبا بل سبا د هغو د خلاصولو اجازه هم ورکوي."

د فراه د مرکز اړوند د "رج" کلي اوسېدونکي بریالي چې د ښوونځي د بندېدو له امله يې درې زامن او يوه لور له زده کړو پاتې وو، د ښوونځيو په پرانېستو خوښ دى.

هغه  وویل: "معارف خو یو غیر سیاسي ارګان دی او د طالبانو مشر ویلي و چې موږ په ښوونځيو باندې کار نه لرو، خدای دې وکړي چې طالبان د خپل  مشر خبره ومني او بیا زموږ ښوونځي ونه تړي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.