ايبک (پژواک، ۲ ليندۍ ۹۴): په سمنګانو کې نن له زرو تنو ازموينه واخستل شوه، تر څو له دې ډلې ٦٠٠ تنه په دولتي ښوونځيو کې د ښوونکو په توګه وګومارل شي او په دې توګه هلته د ښوونکو د کمښت ستونزه لرې شي.
د دې ولايت د پوهنې رياست سرپرست فېروز الدين ثاقب پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ازموينه نن د دې ولايت په مرکز ايبک کې واخيستل شوه.
هغه زياتوي، د ازموينې ګډونوال د دوولسم، څوارلسم او بېلابېلو پوهنتونونو فارغان او ۴۰ سلنه يې ښځې دي.
دى وايي، چې د ازموينې له ګډونوالو به د لوړو نومرو لرونکي شپږ سوه تنه د دې ولايت د مرکز او ولسواليو په ښوونځيو کې پر دندو وګومارل شي.
د پوهنې وزارت استازي کرام الدين کريمي د ازموينې پر مهال وويل چې په دې ولايت کې به د ٦٠٠ ښوونکو په ګومارنې سره د ښوونکو د کمبود ستونزه لرې شي.
د سمنګانود پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، دا مهال د دې ولايت په ۲۹۵ ښوونځيو کې ۱۱۵ زره زده کوونکو ته د ۲۴۷۵ ښوونکو له خوا چې ۷۲۹ يې ښځې دي، زده کړې ورکول کيږي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد په دولتي ښوونځيو کې ٢٢٠ زره ښوونکي پر دندو بوخت دي.
د دې وزارت وياند مجيب مهرداد وايي، د پوهنې وزارت هر کال ٢٠ زره نويو ښوونکو ته اړتيا لري، خو د ماليې وزارت امکاناتو ته په پام په بودجه کې د ښوونکو نوي بستونه په پام کې نيسي.
هغه ونه ويل چې دا مهال د هېواد په کچه ټولو څومروه نويو ښوونکو ته اړتيا شته.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن