جلال اباد(پژواک،١٠ليندۍ٩٤): د ننګرهار امنيه قوماندان د سړک د غاړې ماين له چاودنې روغ ووت.
د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د ليندۍ په١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د ١١ بجو په شاوخوا کې يې موټر ته څېرمه د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه : (( زه اچين ولسوالۍ ته روان وم چې د بټي کوټ او روداتو ولسواليو ترمنځ سيمه کې زما موټر ته څېرمه چاودنه وشوه.))
شېرزاد وايي چې په دې چاودنه کې هيچا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د چاودنې په تور هم څوک نه دي نيول شوي.
له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې په اچين ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو د داعش او وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځي عمليات پيل کړي او کله نا کله امنيتي چارواکي يادې ولسوالۍ ته د عملياتو په موخه ورځي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن