کندهار(پژواک،٧مرغومى٩٤): د کندهار ولايت له ٩٠ جنګ ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غير خورارکي توکو مرسته وشوه.
د کندهار سرې مياشتې رياست له هغو ٩٠ کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه چې په جګړو کې زيانمنې شوې وې.
د کندهار د سرې مياشتې رياست مسوولين وايي، دغه کورنۍ يې په کندهار ښار او ولسواليو کې د يوې سروې پر بنسټ په نښه کړې وې.
په دې اړه د سرې مياشتې رييس جاوېد نېکزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، دا هغه کورنۍ وې چې په وروستيو پنځو مياشتو کې د جګړو پر مهال زيانمنې شوې وې او غړو ته يې مرګ ژوبله اوښتې وه.
هغه زياته کړه، له دغو کورنيو سره د ٣٠ قلمه خوراکي او غير خوراکي توکو لکه غوړيو، وريجو، کمپلو، لوښو او نورو توکو مرسته وشوه چې د هغوى د اړتيا وړ ټول توکي په کې شامل وو.
نوموړي يادونه وکړه چې هڅه کوي د جګړې له امله د بې ځايه شوو او نورو بې وزلو کورنيو سره هم وروسته مرستې وکړي.
جنګ ځپلو کورنيو چې مرسته يې تر لاسه کړې وه، له يادې شوې ادارې مننه کوله چې د هغوى لاسنيوى يې کړى دى.
د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکي محمد صابر چې څه موده وړاندې يې په يوه جګړه کې ورور ټپي شوى و، پژواک ته وويل، کورنۍ يې بې وزله ده او دغه مرسته د هغوى لپاره ډېر څه دي.
هغه له نورو مرستندويه ادارو او سوداګرو هم وغوښتل چې له بې وزله کورنيو سره مرسته وکړي او هغوى د دې جوګه کړي چې له اقتصادي پلوه خپل ژوند جوړ کړي.
د يادونې ده چې د کندهار سرې مياشتې رياست څو اوونۍ وړاندې د غورک ولسوالۍ له هغو اوسېدونکو سره هم ورته مرسته کړې وه چې د جګړې له امله له خپلو کورونو بې ځايه شوي وو.
په کندهار ښار کې د هغو کډوالو شمېر شاوخوا ٨ زره تنو ته رسېږي چې د جګړو او ورته نورو ستونزو له امله بې ځايه شوي دي.
دغه کورنۍ د ښار په ځينو څنډو کې استوګن دي چې د سر پناه ځايونه نه لري، کار او روزګار نه ورته موندل کېږي او ماشومان يې زده کړو او روغتيايي خدماتو ته لاسرسى نه لري.
login or register a new account.