ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د جمنازيوم نشتوالي د رزمي لوبو د ودې مخه نيولې

په کندهار کې د جمنازيوم نشتوالي د رزمي لوبو د ودې مخه نيولې

author avatar
29 Dec 2015 - 16:50
په کندهار کې د جمنازيوم نشتوالي د رزمي لوبو د ودې مخه نيولې
author avatar
29 Dec 2015 - 16:50

کندهار ( پژواک، ٨ مرغومى ٩٤) : په کندهار کې د تکواندو لوبې لوبغاړي او استادان وايي، چې په دغه ولايت کې د جمنازيوم نشتوالي د تکواندو او نورو رزمي لوبو د ودې او پرمختګ مخه نيولې ده.

په کندهار کې د تکواندو او نورو رزمي لوبو ګڼ مينه وال شته، خو هومره اسانتياوې نه لري، څومره چې اړتيا ورته ليدل کېږي.

واصل د تکواندو تکړه لوبغاړى دى، چې په دې ورزش کې تور کمربند تر لاسه کړى او ډېر مهال د تکواندو لوبې په سياليو کې هم ګډون کوي.

دغه لوبغاړي پژواک خبري اژانس ته وويل، په هېواد کې د نوې ادارې په راتلو په کندهار کې د نورو ورزشي لوبو په څېر د تکواندو په برخه کې هم فعاليت پيل شو.

دى وايي، په دې موده کې په کندهار ښار کې د تکواندو يو شمېر کلبونه پرانيستل شول او لسګونو تکواندو کارانو په کې روزنه تر لاسه کړې، خو د نورو ورزشي څانګو په څېر نه ده غوړېدلې.

واصل زياتوي، د تکواندو او نورو رزمي لوبو د نه ودې اصلي لامل په کندهار ښار کې د ورزشي جمنازيوم نشتوالى دى، چې د کلونو په تېرېدو لا هم وجود نه لري.

دى وايي، د جمنازيوم د نشتوالي له امله ډېر مهال د تکواندو او رزمي لوبو سيالۍ په زېرزمينيو کې تر سره کېږي چې د ګټې پر ځاى زيان لري.

د نوموړي په وينا، د لوبو پر مهال لوبغاړي ډېر اکسېجن ته اړتيا لري، خو دا چې په زېرزميني کې د اکسېجن کچه يو څه کمه وي، د لوبغاړي روغتيا ورسره زيانمنېږي.

هغه د افغانستان له اولمپيک ادارې غوښتنه وکړه چې په کندهار ښار کې دې د رزمي لوبو لپاره جمنازيوم جوړ کړي.

محبوب نوري په کندهار ښار کې د تکواندو د زده کړې کلب لري، دى هم وايي له مجبورۍ يې کلب په زېرزميني کې جوړ کړى، ځکه په کندهار ښار کې د دغې لوبې د زده کړې او سياليو لپاره اسانتياوې نشته.

دى وايي، د کندهار ښار ډېرى تنکي ځوانان له رزمي لوبو سره مينه لري او هره مياشت په لسګونو ځوانان د زده کړې لپاره دغه کلب ته ورځي.

خو محبوب وايي، چې دغه ځوانان تر لنډ وخت زده کړې وروسته مايوس شي، ځکه د جمنازيوم د نشتوالي له امله د دغو لوبو سيالۍ نه جوړېږي چې هغوى په کې ګډون وکړي.

هغه هم له اړوندې ادارې غوښتنه کوي چې په کندهار ښار کې دې رزمي لوبو ته پاملرنه وکړي او دغلته دې يو جمنازيوم جوړ کړي.

په کندهار کې د تکواندو فدراسيون مسوول سيد سرور اماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې تکواندو په نړۍ کې منل شوې او معياري لوبه ده چې په دې ولايت کې هم ډېر مينه وال لري.

هغه زياتوى، دى په خپله هم په کندهار ښار کې ځوانانو ته د تکواندو لوبې مسلکي زده کړې ورکوي او دا مهال په دې ولايت کې د دغې لوبې د زده کړې درې کلبونه فعال دي.

نوموړي هم ومنله چې د جمنازيوم د نشتوالي له امله دغه کلبونه په زېرزمينيو کې فعاليت کوي چې له روغتيايي پلوه معياري نه دي.

دى وايي، په کندهار کې د تکواندو لسګونه لوبغاړي شته چې په دې برخه کې يې په مسلکي توګه زده کړې تر لاسه کړي دي.

د ده په خبره، له دې ډلې يې په تېرو څو مياشتو کې شاوخوا ١٥ ځوانان د تور کمر بند تر کچې  روزلي چې په نږدې راتلونکې کې به د دغې لوبې د استادانو په توګه خپل کلبونه ولري.

خو هغه په کندهار ښار کې د جمنازيوم پر جوړولو ټينګار کوي او وايي چې کندهار ښاروالۍ په دې وروستيو کې ورسره ژمنه کړې چې دغلته به يو جمنازيوم جوړوي.

دى وايي، هڅه کوي اړوند مسوولين په کندهار ښار کې جمنازيوم جوړولو ته وهڅوي، څو په دې ولايت کې د سپورټ دا څانګه هم ښه وځلېږي.

د ده په خبره، د جمنازيوم له جوړېدو سره به په دې ولايت کې د ځوانانو پام د زده کړو تر څنګ لوبو او ورزش ته واوړي، څو له نشو او بې لاريو راګرځېدلي وي.

 

 

 

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.