جلال اباد (پژواک، ٢٥مرغومى ٩٤) : په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې د داعش د ۵۵ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د مرغومي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو جيټ الوتکو ددغه ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ د هارون بابا، ماڼو او شابۍ په سيمو کې پر داعش وسله والو بمبار کړى دى .
هغه زياته کړه چې په دې بمبار کې د داعش ډلې ٣٦وسله وال وژل شوي دي .
د هسکې مېنې يوه اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وويل چې تېره شپه په يادو سيمو کې سخت بمبار شوى ، خو د ځاني زيان په اړه يې معلومات نه لري .
بل خوا د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي وایي چې په نازیانو او اچین ولسوالیو کې هم د هوایي بریدونو په ترڅ کې د داعش ۱۹ وسله وال وژل شوي دي.
تراوسه داعش وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي .
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هسکې مېنې په ګاونډولسوالۍ اچين کې د هوايي بريدونو له امله د داعش د مشر حافظ سعيد په ګډون د يوشمېر وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى و ، خو اوس ويل کيږي چې حافظ سعيد نه دى وژل شوى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن