کابل (پژواک ٤ سلواغه ٩٤): ولسمشر غني د طلوع تلويزيون د وژل شويو کارکوونکو د فاتحې په مراسمو کې وويل، د دغه بريد عاملين مسلمانان نه دي او نه هم په الله تعالى باور لري.
تېره چهارشنبه (د مرغومي ٣٠مه) د طلوع تلويزيون د کارکوونکي پر لېږدوونکي موټر ځانمرګى بريد وشو، چې په پايله کې يې اووه تنه کارکوونکي ووژل شول او د يوشمېر کارکوونکو په ګدون ٢٥ تنه ملکي کسان ټپيان شول.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن ماسپښين د کابل په عیدګاه جومات کې د طلوع تلویزیون د وژل شويو کارکوونکو په فاتحه کې ګډون وکړ.
هغه د فاتحې ټولو ګډون کوونکو د يادو کسانو د کورنیو له غړو او د طلوع تلویزیون له مسوولینو سره د خواخوږي او غمشریکي ښودلو په ترڅ کې د وژل شويو کسانو ارواحو ته دعا وکړه او د خدای تعالی په دربار کې یې د دوی کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه وکړه.
ولسمشر یو ځل بیا د دې برید د غندلو پرمهال وویل: "د دې فجایعو عاملین په هېواد کې ځای نه لري، هغوی نه مسلمان دي، نه افغانان دي او نه هم په خدای تعالی باور لري."
هغه زیاته کړه، د افغانستان مسلمان ملت دغه ډول کړنې ناروا ګڼي.
همدارنګه ولسمشر غني تېره شپه د ملي امنیت روغتون ته لاړ او د تېرې چهارشنبې ورځې د برید د ټپیانو حالت یې له نږدې څخه وکوت.
نوموړي د ټپيانو لپاره د سالمې روغتيا د غوښتلو د دعا ترڅنګ د یاد روغتون مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د ټپیانو د درملنې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه ګټه واخلي.
له بلې خوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د فاتحې په دې مراسمو کې ګډون وکړ.
د ده له دفترڅخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کرزي په دې مراسمو کې د دې پېښې د قربانيانو لپاره د جنت او د هغوى خپلوانو ته د جميل صبر غوښتنه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن