کابل (پژواک ٢٦ کب ٩٤): د کورنيو چارو وزارت وايي، د برېښنايي تذکرو د وېش ادارې تر اوسه کوم نوى کارکوونکى نه دى ګومارلى.
دا په داسې حال کې ده چې د برېښنايي تذکرو له ادارې څخه يو شمېر ګوښه شوو کارکوونکو پرون ويلي و، چې دوى د بوديجې د نه شتون له امله له دندو ګوښه شوي، خو پر ځاى ځينې نور کسان په لوړو معاشونو سره په دندو ګومارل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د روان کال د ليندۍ مياشتې په وروستيو کې د کورنيو چارو وزارت د برېښنايي تذکرو اداره د معاشونو د ورکړې په برخه کې د بوديجې له ستونزې سره مخامخ شوه، له هغه وروسته پرېکړه وشوه، څو د يادې ادارې د ډېرى کارکوونکو دندې د تذکرو د لړۍ تر بيا پيل پورې وځنډول شي.
سرچينې زياته کړې، د يادې ادارې له ټولو کارکوونکو يواځې ٥٠ کسان پر خپلو دندو پاتې شول، څو د اړتيا وړ چارې او ورځني کارونه پر مخ يوسي.
سرچينې زياته کړې، يادې ادارې له هغه مهال راهيسې د نوي کارکوونکي په توګه کوم کس نه دى استخدام کړى او په دې اړه داسې ادعاوې، چې ګني د پخوانيو کارکوونکو پر ځاى نوي کارکوونکي پر دندو ګومارل شوي، بې بنسټه دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، د برېښنايي تذکرو د وېش اداره په دې ټينګار کوي، چې د دغې ادارې پخواني کارکوونکي د کاري چارو پر مخ وړلو په برخه کې له ډېرو مهارتونو برخمن دي او چې کله هم د تذکرو د وېش لړۍ پيل شي، نو هغوى به بېرته خپلو دندو ته ور وغواړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن