کابل (پژواک ١٩ ورى ٩٥): په پکتيکا کې ١٥٠٠ ښوونکو ته د استوګنې نومرو د وېش لړۍ، نن د ښار جوړونې وزير او د دې ولايت د والي له خوا پيل شوه.
د پکتيکا ولايت له مقام څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ښوونکو ښارګوټى د ښار جوړولو وزير سيد منصور نادري او والي امين الله شارق له خوا په رسمي ډول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
نادري په دې مراسمو کې وويل، د ولسمشر اشرف غني په لارښوونه يې پکتيکا ولايت ته سفر کړى او دا دى نن يې دا ښارګوټى پرانيست، چې ټول اړين ملحقات به ولري.
والي شارق هم وويل، له نېکه مرغه ولسمشر خپلو کړو وعدو ته ژمن دى، چې يوه هغه يې ښوونکو ته په خپلو ولايتونو کې د يوې نومرې وېشل وي، چې دا دى د پکتيکا ښوونکو د نومرو وېش لړۍ پيل شوه.
د هغه په وينا، دغه ښارګوټى د مرکز ښرنې په مرکز کې په ٥٠٠ جريبه ځمکه کې جوړېږي، چې ١٥٠٠ ښوونکو ته د استوګنې نومرې ورکول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن