کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٥): د کابل د تېرې ورځې خونړي بريد وروسته د سولې شورا اعلان وکړ چې د افغانستان د خلکو دښمنان هېڅکله هم نه شي کولى چې خپلې موخې د بې دفاع افغانانو په وژلو کې ترلاسه کړي.
تېره ورځ د کابل ښار د شپاړسمې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې د مهمو کسانو د ساتنې پر رياست ځانمرګي بريد کې نږدې ٣٠ کسان ووژل شول او نږدې ٣٥٠ نور ژوبل شول.
د سولي عالي شورا د دغه ځانمرګي بريد په غندلو سره وايي چې د افغانستان د خلکو دښمنان بايد درک کړي چې د افغانستان د بې دفاع وګړو په وژلو سره هېڅکله هم خپلې موخې ته نه شي رسېدلى.
د دې شورا له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د سولي عالي شورا پر دې باور ده چې جګړه او تاوتريخوالى له بربادۍ، تباهۍ او د ملکي وګړو له وژنې پرته بله هېڅ کومه لاسته راوړنه نه لري.
شورا يو ځل بيا له وسله والو مخالفينو غوښتي چې له دې وروسته دې د افغانستان د خلکو د وژنې سبب نه کېږي. سوله او بين الافغاني خبرې کولى شي چې د افغانستان روانې ستونزې پاى ته ورسوي.
د سولې عالي شورا ټينګار کوي چې وسله وال مخالفين بايد ډېر ژر په رښتيني ډول له سولې بهير سره يو ځاى شي او له وسله والې جګړې لاس واخلي.
د ويلو ده چې د سولې عالي شورا او افغان حکومت په مکرر ډول له وسله والو مخالفينو غوښتنه کړې چې د سولې بهير سره يو ځاى شي، خو وسله والو مخالفينو يې دې غوښتنې ته په مرګونو بريدونو ځواب ورکړى.
افغان حکومت اوس اوس د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا څلور اړخيزه خبرې د پاکستان د همکارۍ نه کولو او د سولې خبرو مېز ته د طالبانو د نه حاضرېدو په سبب تحريم کړې او وايي چې د طالبانو سره د سولې د نوې کړنلارې په لټه دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن