کابل (پژواک، ١٢ غويى ٩٥): د غورې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړى استازى وايي چې د نړيوالو ځواکونو د وتلو او نا امنيو له امله د افغانستان اقتصادي وده له ١٠ سلنې څخه دوه سلنې ته راټيټه شوې ده.
احمدضياء مسعود دغه موضوع نن په هغه غونډه کې چې د کارګر او کارکوونکو د نړيوالې ورځې (د مۍ مياشتې لومړۍ نېټه) په مناسبت ترسره شوې وه، څرګنده کړه.
هغه وويل: " له هېواد څخه د يو شمېر بهرنيو ځواکونو په وتلو سره زموږ د اقتصادي ودې اړوند ځينې مسايل محدود شوي، له هغه پخوا د افغانستان اقتصادي وده ١٠ سلنه وه، خو اوسمهال دوه سلنه اقتصادي وده لرو."
مسعود د امنيت پر ټينګښت او د بنسټيزو پروژو پر ترسره کولو د ټينګار ترڅنګ وويل، ترڅو چې په هېواد کې اقتصادي زېربناوې شتون ونه لري نو اقتصادي وده امکان نه لري.
د صنعت او کرهنې په برخه کې پانګونه او د خوراکي توکو د ستراتيژيکو زېرمو رامنځته کول، هغه طرحې دي چې د احمدضياء مسعود په وينا، حکومت هوډ لري چې هغه د هېواد د اقتصادي وضعيت د ښه والي په برخه کې عملي کړي.
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې کارګر د هېواد د اقتصادي بدلونونو څرخ دى، څرګنده کړه چې د يادو طرحو په عملي کېدو سره به کارګر وکولى شي چې د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې ډېر بدلونونه رامنځته کړي.
د افغانستان د صنعتي ټولنې مشر کاکوجان نيازي، په هېواد کې د بې روزګارۍ کچې له لوړېدو څخه د اندېښنې ترڅنګ وويل: "کارګر بې روزګاره دي، د کار لپاره سرچينې شتون نه لري او موږ د دا ډول وضعيت په اړه ځوريږو."
هغه ګواښ وکړ چې که چېرې د ملي يووالي حکومت مشرانو تر منځ شته ستونزې حل نه شي نو د هېواد د بې روزګارۍ او نورې ستونزې به حل نه شي.
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت په بله ناسته کې د سوداګرۍ خونې او کارګرانو ټولنې له لوري د "د کار رواجول- د خلکو ساتنه" تر نوم لاندې د کارګرو ورځې په مناسبت ترسره شوې وه، په هېواد کې د بې روزګارۍ د لوړې کچې په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.
هغې وويل چې اوسمهال د هېواد د کارګرو ٤٠ سلنه يې بې روزګاره دي.
پر دې سربېره يادې وزيرې هيله څرګنده کړه چې د راتلونکو لسو کلونو په موده کې به د ښځو د وړتيا په اړه د پروګرامونو په عملي کولو سره به په دغه برخه کې شا وخوا درې مليون ښځې له اقتصادي اړخه په خپلو پښو ودريږي.
مېرمن اورياخېل څرګنده کړه چې د بې روزګارۍ کچې د راټيټولو لپاره به سعودي عربستان ته د افغان کارګرو د لېږد لړۍ به په راتلونکو دوه مياشتو کې پيل شي. ياد وزارت د تېر کال په ليندۍ مياشت کې ويلي وو چې سعودي عربستان ته به ٢٥ زره افغان کارګر ولېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن