ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د جګړه کوونکي دښمن پر وړاندې به سخته مبارزه وکړو”

“د جګړه کوونکي دښمن پر وړاندې به سخته مبارزه وکړو”

author avatar
10 May 2016 - 16:50
“د جګړه کوونکي دښمن پر وړاندې به سخته مبارزه وکړو”
author avatar
10 May 2016 - 16:50

کابل (پژواک، ۲۱ غويى ٩٥): چارواکو د ملي دفاع وزارت او ملي امنيت رياست د سرپرستانو د معرفي کېدو په ناسته کې وويل، سولې ته ژمن دي خو د هغو کسانو پر وړاندې به سخته مبارزه وکړي چې د افغانستان پر ضد جګړې ته دوام ورکوي.

د غويي په ۱۶مه د ځانګړو فرمانونو پر بنسټ د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز رييس ارکان ډګر جنرال عبدالله خان حبيبي د ملي دفاع وزارت د سرپرست او محمد معصوم ستانکزى د ولسمشر د سلاکار او د ملي امنيت د عمومي رياست د سرپرست په توګه وټاکل شول.

معصوم ستانکزى د تېر کال په چنګاښ مياشت کې ولسي جرګې ته د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه ور وپېژندل شو، خو د باور رايه يې ترلاسه نه کړه او له هغه وروسته يې د ياد وزارت سرپرستي کوله.

همدارنګه محمد مسعود انداربي تېر کال د لېندۍ د مياشتې په ۲۰مه د ملي امنيت رياست پخواني مشر رحمت الله نبيل تر استعفاء وروسته د ملي امنيت رياست د سرپرست په توګه وټاکل شو.

د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن په هغې ناسته کې چې د ستانکزي او حبيبي د معرفي کېدو په موخه په ملي دفاع وزارت کې جوړه شوې وه، د ملي پوځ سرښندنې وستايلې او زياته يې کړه چې د افغانستان دښمنان نه غواړي په افغانستان کې ثبات وي او افغانان په سوله کې ژوند وکړي.

هغه وويل: "زموږ دښمنان معلوم دي، هر هغه څوک چې د ملي يووالي حکومت پر وړاندې اقدام کوي هغه د افغانستان دښمنان دي او موږ تر هغې چې خپل دښمن مو له منځه نه وي وړی خپلې مبارزې ته ژمن يو."

دی زياتوي، هر هغه څوک چې وسله پر ځمکه ږدي او غواړي د سولې له پروسې سره يو ځای شي د حکومت غېږه ورته پرانيستې ده او هرکلی يې کوي.

هغه د ملي پوځ د وژلو شوو کسانو له کورنيو سره پر مرستو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې دغه کورنۍ به هېڅکله هم له پامه ونه غورځول شي.

ملي دفاع وزارت په نننيو مراسمو کې وويل چې د دغه وزارت د وژل شوو شلو منسوبينو کورنيو ته د استوګنې کورونو ورکوي. له يادو کسانو څخه په دې ناسته کې څلورو ته د کورونو اسناد ورکړل شول.

چارواکو ويل چې پاتې نورو ته به ډېر ژر د کورونو اسناد ورکړي.

ډاکتر عبدالله د ملي امنيت نوی سرپرست معصوم ستانکزی پر هېواد مين او هڅاند شخصيت وباله او زياته يې کړه چې له همدې امله د حکومت پر لوړو پوستونو باندې د کار کولو اعتماد ورباندې کېږي.

د ملي امنيت سرپرست محمد معصوم ستانکزي هم په نننۍ ناسته کې وويل چې په تېر يو کال کې يې د ملي دفاع په وزارت کې ډېر بدلونونه رامنځته کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.