Language

د کندهار- لښکرګاه لویې لارې امنیت خوندي شوی

لښکرګاه (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۹۵): د هلمند امنیه قوماندان وايي چې د کندهار- لښکرګاه د لويې لارې امنيت یې نيولی او له دې وروسته به پر دې لاره امنيتي ګواښونه نه وي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز د غبرګولي په ٣٠مه خبريالانو ته وويل چې د کندهار- لښکرګاه د لويې لارې په ځينو سيمو کې وسله والو طالبانو خپل بيرغونه درلولي وو او پر موټرو به يې ډزې کولې.

هغه وويل چې تېره ورځ يې پر ياده لاره عمليات کړي او دغه ستونزې يې له منځه وړې دي.

ده زياته کړه: ((په دې عملیاتو کې له سړک سره نږدې لسګونه د طالبانو درول شوي بیرغونه مو را وړي، د هغوی پټنځایونه مو له منځه وړي او دوه تنه وسله وال طالبان مو په همدي سیمه کې ژوندي نیولي دي.))

هغه وايي چې وسله والو طالبان په دې وروستيو کې کمزوري شوي او نور د پرمختګ لپاره ځواک او امکانات نه لري.

دغه راز هغه دا هم وويل چې تېره شپه کومانډويي ځواکونو په ګرشک، نادعلي او ځينو نورو سيمو کې شپني عمليات کړي چې په ترڅ کې یې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار- لښکرګاه د لويې لارې د امنيت د ټينګښت مسوول سمونوال عبدالستار نورزي پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو په پرله پسې ډول د دې لارې د نا امنه کولو هلې ځلې کړې دي.

هغه وايي: ((طالبان د لارې په اوږدو کې ماينونه ږدي، خلکو ته ستونزې جوړوي خو موږ د خلکو په مرسته دغه ستونزى بېرته هواروو.))

ده هم وويل چې وسله وال طالبان کمزوري شوي او تر دې وروسته به يواځې د سړک پر غاړه ماينونه خښوي او کله نا کله به غلچکي بريدونه کوي نور څه نه شي کولاى.

د يادې لارې يوه ساتوونکي غمي پژواک ته وويل چې پوليسو د عملياتو په ترڅ کې د طالبانو ټول هغه بيرغونه را ټول کړل چې د سړک پر غاړه یې درولي وو او خلکو ته وېره پيدا کړې وه.

ده وويل چې تر دې وروسته به ستونزې نه وي او خلک به په ارامه وکولاى شي په دې لاره تګ راتګ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې اونې وړاندې همدې لارې ته څېرمه د سيمه ييزو پوليسو پنځه پوستې سقوط شوې چې په ترڅ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان سفر محمد هم ووژل شو.

login or register a new account.