فيض اباد ښار(پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په کشم ولسوالۍ کې د چاودنې له امله ١٠کسان وژل شوي او څه باندې ٤٠ نور ټپيان دي.
د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د دغه ولايت د کشم ولسوالۍ په چوک کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي: ((چاودنه د ريموټ کنټرول ماين له امله رامنځته شوې چې په يوه موټر سايکل کې ځاى پر ځاى شوى و او د پېښې ټول قربانيان ملکي وګړي دي.))
نوموړى وايي چې په دې پېښه کې ١٠ ملکي وګړي وژل شوي او نږدې ١٤ نرو ټپيان شوي چې دا شمېره د بدلون په حال کې ده.
خو د کشم ولسوالۍ د روغتون مشر ډاکټر جميل سلطاني وايي چې له دې پېښې څه باندې ٤٠ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي چې شپږو يې د لېږدولو پر مهال ساه ورکړې.
هغه زياته کړه چې د يو شمېر ټپيانو وضعيت نازک دى چې له امله يې د تخار او بدخشان ولايتي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن