جلال اباد (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٥): د ننګرهار والي وايي چې د کوټ ولسوالۍ په جګړه کې ځينې مېرمنې نادرکه شوې وې چې اوس بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي دغه څرګندونې تېره شپه ناوخته له امنيتي مشرانو سره د کوټ ولسوالۍ د وروستيو نښتو په اړه د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه چې په کوټ کې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د جګړې له پيله تر اوسه ٣٦ داعش وسله وال په مخامخ جګړه او ۹۵ نور په هوايي او توپچي بريدونو کې وژل شوي دي .
د نوموړي په وينا، د يادې جګړې له امله ۱۲ امنيتي منسوبين او ملکي وګړي وژل شوي او ١٨ نور ټپيان شوي دي .
د ننګرهار والي هغه اوازې رد کړې چې ګواکې داعش وسله والو په کوټ ولسوالۍ کې يو شمېر مېرمنې له ځان سره بیولې دي، خو زياته يې کړه چې د جګړې له امله ځينې مېرمنې له خپلو کورونو لادرکه شوې وې.
کندوزي وويل چې په کوټ ولسوالۍ کې د حالاتو له ښه کېدو وروسته یادې ښځې بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.
نوموړي زياته کړه: ((په دې کې شک نشته چې داعشېان هېڅ شي ته احترام نه لري، که په جنګ کې ورته ماشوم مخې ته راغی هغه هم وژني، مېرمنې هم وژني، مدرسه، جومات او مکتب هم سوځوي.))
د ننګرهار والي ډاډ ورکړ چې د ولسمشرۍ ماڼۍ، امنيت شورا، کورنيو او ملي دفاع وزارتونو سره يې خبرې کړې او په کوټ ولسوالۍ کې به شته ستونزو ته ډېر ژر د پای ټکی کېښودل شي.
په همدې حال کې د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد وويل چې د کورنيو چارو وزارت له لوري په ټوليز ډول د کوټ ولسوالۍ لپاره ۴ سوه سيمه ييز پوليس منظور شوي چې دوه سوه يې پخوا پر دنده ګومارل شوي او دوه سوه نور به ډېر ژر وګومارل شي .
هغه ډاډ ورکړ چې د کوټ ولسوالۍ ټول سيمه ييز پوليس به لا هم تجهيز او اکمال کړي .
په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريدجنرال محمد نسيم سنګين وويل چې په کوټ ولسوالۍ کې د داعش د له منځه وړو په موخه يې هوايي او ځمکني بريدونه پيل کړي .
نوموړي ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به په کوټ ولسوالۍ کې ټول داعش وسله وال ووژل شي او سيمه به د هغوی له شتونه په بشپړ ډول پاکه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن